دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍاردوغان او نتنیاهو یو پر بل د نسل‌وژنې تورونه ولګول

اردوغان او نتنیاهو یو پر بل د نسل‌وژنې تورونه ولګول

طیب اردوغان او د نتنیاهو ترمنځ لفظي شخړه نوره هم توده شوې ده

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ترمنځ لفظي شخړه نوره هم توده شوې ده؛ دواړو مشرانو پر یو بل سخت سیاسي او اخلاقي تورونه پورې کړي دي.

د فرانسې خبري اژانس (AFP) د راپور له مخې، دا ناندرۍ هغه مهال زیاتې شوې چې نتنیاهو اردوغان «یهود ضد دیکتاتور» وباله او ادعا یې وکړه چې نوموړی د کردانو پر ضد د «نسل‌وژنې» مسوول دی او د حماس ملاتړ کوي. هغه همداراز په ترکیه کې د سیاسي مخالفینو د نیولو او د کورنیو پالیسیو په اړه هم نیوکې وکړې.

په مقابل کې، ولسمشر اردوغان د نتنیاهو څرګندونو ته سخت غبرګون وښود او هغه یې «د هټلر پر لاره روان» وباله. اردوغان وویل، هغه کسان چې د تاریخ د ظالمانو پلونه تعقیبوي، پایله یې هم د هماغو په څېر وي. نوموړي اسراییل تورن کړ چې په سیمه کې د وینې تویېدو او بې‌ثباتۍ د پراخېدو لامل ګرځي.

دا تازه لفظي جګړه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د غزې له جګړې وروسته د ترکیې او اسراییلو اړیکې لا دمخه ترینګلې شوې دي. دواړه هېوادونه یو بل د بشري حقونو په نقض او سیمه‌ییزې تېري کوونکې تګلارې په خپلولو تورنوي.

بلخوا، اسراییل په لبنان او سوریه کې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړی، په داسې حال کې چې ترکیه له کرد وسله‌والې ډلې PKK سره د څو لسیزو شخړې د پای ته رسولو لپاره هڅې کوي.

شنونکي وایي، د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ دا نوې ډیپلوماتیکه ترینګلتیا ښایي د منځني ختیځ د لا زیاتې بې‌ثباتۍ سبب شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه