د سعودي عربستان د میراث ادارې (هیریټیج اتھارټۍ) اعلان کړی چې د مدینې منورې اړوند د المهد ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې د لرغونپوهنې د سروې او پلټنو پر مهال ۱۷۷۴ نوي تاریخي او لرغوني آثار موندلي دي.
د ادارې په وینا، دغه موندنې د لرغونپوهنې د دوو پرلهپسې سروېز فصلونو له بشپړېدو وروسته ترلاسه شوې دي، چې د سیمې د تاریخي او تمدني شتمنیو پراخ تنوع څرګندوي. دا آثار له لومړني اسلامي پېر څخه نیولې تر لرغونو زمانو پورې د بېلابېلو تمدنونو نښې رانغاړي.
د دغو موندنو تر ټولو مهمه او ځانګړې برخه یو نادر ډبرلیک دی، چې پرې لیکل شوي: «الله د دنیا او آخرت لپاره د عمر بن الخطاب سرپرست دی.»
د سعودي میراث ادارې دغه ډبرلیک د اسلامي تاریخ له مهمو اثارو څخه بللی او ویلي یې دي چې دا لیکنه د اسلام د ستر صحابي او دویم خلیفه حضرت عمر بن الخطاب (رض) له شخصیت سره تړاو لري او د هغه وخت د دیني او تاریخي باورونو ارزښتناک انعکاس ګڼل کېږي.
یادې ادارې د «ایکس» ټولنیزې شبکې له لارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: «موږ د المهد ولایت د لرغونپوهنیزو سروېګانو د لومړي او دویم فصل له بشپړېدو وروسته داسې تاریخي ځایونه موندلي چې د دې خاورې له لارې د تېر شوو تمدنونو کیسې بیانوي.»
ادارې زیاته کړې چې د المهد هره ډبره د تاریخ یوه خاطره په ځان کې ساتلې او هر نقش د اسلامي دولت د لومړیو ورځو یوه ځانګړې کیسه خوندي کړې ده. د دوی په وینا، دا موندنې به د سیمې تاریخي اسرار روښانه کړي او راتلونکو نسلونو ته به د اسلامي او انساني میراث د ساتنې په برخه کې مهم معلومات ورسوي.


