لیکنه: داود جبارخیل
ژورنالېزم یو وخت د حقیقت د موندلو، د ولس د غږ رسولو او د عدالت د دفاع سپېڅلی مسلک بلل کېده، خو نن ورځ په ډېرو ځایونو کې دا رسالت د سوداګرۍ، نفوذ او شخصي ګټو تر سیوري لاندې راغلی دی.
رسنۍ چې کله د ټولنې د سترګو او غوږونو حیثیت درلود، نن په ډېرو مواردو کې د سیاسي او اقتصادي ګټو د ترلاسه کولو وسیلې ګرځېدلې دي. د دولت څلورم ځواک، چې د ولس د حقونو د دفاع او د واک د څارنې مسؤلیت یې درلود، ورو ورو خپل اغېز او خپلواکي له لاسه ورکوي
خواشینوونکې دا ده چې په ځینو رسنیو کې آن څوکۍ او دندې هم د پیسو او نفوذ پر بنسټ وېشل کېږي. ځینې څوکۍ په پیسو پلورل کېږي او ځینې بیا د زورواکو د فشار له امله ورکول کېږي.
په دې حالت کې یوازې د رسنیو مالکین نه، بلکې ژورنالیستان، د هغوی اتحادیې او هغه کسان هم مسؤلیت لري چې د وړتیا او مسلکیتوب پر ځای د اړیکو، سپارښتنو او نفوذ له لارې دې ډګر ته داخل شوي دي.
که په افغانستان کېد ژورنالیستانو د سازمانونو زیاتوالی، خو د یووالي نشتوالی، د دې لامل شوی چې ژورنالیستان خپل ګډ ځواک له لاسه ورکړي. نن د دوی غږ تر ډېره د یوه احتجاج، اعلامیې او یا لنډ مهاله غبرګون تر کچې محدود شوی دی.
بل لور ته، هغه ژورنالیست چې د حقیقت د موندلو لپاره کار کوي، سهار له خپل زاړه موټرسایکل سره د خبر په لټه وځي، له خطرونو سره مخامخ کېږي، سپکاوی اوري او د حقیقت د موندلو لپاره شپه او ورځ کار کوي. خو د ژوند په پای کې اکثره وخت نه شتمني لري او نه مالي خوندیتوب.
په افغانستان کېد ژورنالیستانو د سازمانونو یواځې د خپل نوم او فنډ پیداکولو لپاره جوړه شوي دوي خپل غړیتوب یووواځې خپأو کسانو ته ورکوي
ورځپاڼې یو په بل پسې تړل کېږي، او کومې چې پاتې دي، هغوی هم د واکمنو د ستاینې او خوشالولو لاره غوره کړې ده. نه هغه پخواني زړور ژورنالیستان پاتې دي او نه هغه باجرأته ورځپاڼې. البته یو «نامعلوم ویګو» لا هم شته، چې کله ناکله کوم ژورنالیست د «تفریح» لپاره نامعلوم ځای ته بیایي او وړي.
ټلوېزیوني چینلونه هم له دې حالته مستثنا نه دي. هر چینل د یوه ځانګړي ګروپ یا قدرت د ګټو سندرې وایي.
ژورنالیستانو ته، که د ډیسک پر سر وي، که په میدان کې او که د کمرې تر شا، دومره لږ معاش ورکول کېږي چې د شرم وړ دی. د یوه لیکوال خبره سمه ده چې ویلي یې دي: «د ژورنالیست معاش د یوه صفاکار له معاش سره برابر دی.»
یو رښتینی ژورنالیست سهار له خپل زاړه موټرسایکل سره د خبر په لټه وځي، سختې ستونزې ګالي، د حقیقت د موندلو لپاره زحمت باسي او د خبر حرمت ساتي. هغه د شخصي ګټو لپاره اړیکې نه پالې، ځکه پوهېږي چې که اړیکې وساتي، خبر به مړ شي. خو د همدې صداقت پایله دا وي چې د عمر تر پایه له یوه کور او زاړه موټرسایکل پرته بل څه نه لري.
برعکس، هغه «ژورنالیست» چې د اړیکو او نفوذ په کارولو پوهېږي، په لوکسو موټرو ګرځي، د رسنیو د مالکانو کارونه سموي او شتمني راټولوي. هغه هم ژورنالیست بلل کېږي، خو توپیر دا دی چې خبرونه پټوي او په بدل کې خپل ژوند او ګټې خوندي کوي.
د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت باید هغه ژورنالیستان وستایل شي چې د حقیقت لپاره یې هېڅکله معامله ونه کړه، خبر یې ژوندی وساته او په پای کې خپله د خبر موضوع وګرځېدل. هغوی د درناوي او ستاینې وړ دي.
نن، سره له دې چې برېښنایي، ډیجیټلي او چاپي رسنۍ شته، بیا هم رښتینی ژورنالېزم ډېر کم لیدل کېږي. بشپړ حقیقت لږ تر سترګو کېږي او هغه کسان چې غواړي حقیقت وړاندې کړي، لاسونه یې تړل کېږي.
ژورنالیست هم مظلوم دی او هم ظالم.
ظالم هغه وخت وي چې واک ولري، خو د خپلو همکارانو حقونه ونه غواړي، د هغوی د معاشونو او امتیازاتو لپاره غږ پورته نه کړي.
او مظلوم ځکه دی چې د خلکو د خبرولو په هڅه کې له خپل کور، اولادونو او کورنۍ څخه بې خبره پاتې کېږي.
موږ لیکو، کنځلې اورو، تورونه زغمو او د خبر په لټه کې له دې ځایه هغه ځایه ګرځو. د خپلو ماشومانو د لویېدو ډېر ښکلي وختونه له لاسه ورکوو. کله چې کور ته ستنېږو، ماشومان ویده وي. مېرمنې مو د همدې فشارونو له امله ناروغۍ ګالي.
موږ د ټولنې د اصلاح فکر کوو، خو کله ناکله د خپل کور له حاله ناخبره پاتې کېږو. ماشومان مو په کوم ټولګي کې دي او څه زده کوي، ډېر وخت نه پوهېږو. یوازې د کال په پای کې د راپور کارت له لارې خبرېږو چې ماشوم مو بریالی شوی دی.
همدا د یوه ژورنالیست تر ټولو ستره تراژیدي ده؛ د ټولنې د خبرولو لپاره خپل ژوند، آرام او د کورنۍ خوښۍ قرباني کوي.


