چهارشنبه, جون 10, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان په هرات ولايت کې د ټاپي پروژې د رغنیزو چارو...

د افغانستان په هرات ولايت کې د ټاپي پروژې د رغنیزو چارو ۵۲ سلنه بشپړې شوې

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د ټاپي ګازو لېږد پروژې اړوند په هرات ولایت کې د رغنیزو چارو ۵۲ سلنه برخه بشپړه شوې ده.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د ټاپي ګازو لېږد پروژې اړوند په هرات ولایت کې د رغنیزو چارو ۵۲ سلنه برخه بشپړه شوې ده.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تر اوسه د پروژې په مسیر کې ۸۰ کیلومتره پایپ لاین غځول شوی او د پایپ لاین د نصب لپاره ۱۲۶ کیلومتره دهلېز هم چمتو شوی دی.

د نوموړي په وینا، د پروژې د څارنې او تګ راتګ لپاره ۱۰۸ کیلومتره سړک هم جوړ شوی او د اړتیا له مخې ۷۲.۳ کیلومتره نور پایپونه د پروژې سیمې ته لېږدول شوي دي.

ټاپي د طبیعي ګازو د لېږد ستره سیمه‌ییزه پروژه ده، چې له مخې به یې د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالېږي.

کارپوهان باور لري، چې د دې پروژې پلي کېدل به د افغانستان اقتصادي ودې، سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه