د هند په پلازمېنه نوې ډیلي کې د یوې ودانۍ دننه د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي او ګڼ نور ژغورل شوي دي.
د راپورونو له مخې، پېښه د ښار د مالویا نګر په سیمه کې شوې ده. په یاده ودانۍ کې په ښکته پوړ کې د خوړو یو ځای فعال و، او په پورته پوړونو کې د استوګنې خونې موجودې وې.
پولیس وايي، د چهارشنبې په سهار د اورلګېدنې خبر ترلاسه شو او امنیتي او ژغورونکو ډلو بېړنۍ چارې پیل کړې. د اور وژنې څو موټرو په مرسته اور تر کنټرول لاندې راوستل شو او له ۴۰ څخه زیات کسان خوندي راویستل شول چې د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
چارواکي وایي چې د مړو شویو کسانو ډېری برخه بهرني وګړي دي. د سیمې د استازي په وینا، په ودانۍ کې د بنګلهدېش او د جنوبي اسیا د نورو هېوادونو یو شمېر وګړي هم اوسېدل چې د درملنې لپاره نوې ډیلي ته تللي وو.
پولیس وايي، د پېښې د لامل د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي او د ژغورنې او لټون چارې لا هم دوام لري.


