د افغانستان په ۱۳ دولتي وزارتونو او ادارو کې د رسمي اسنادو او مکتوبونو د ډیجیټلي کېدو بهیر پیل شوی، چې له مخې به یې د اسنادو او اداري مراسلاتو د تنظیم لپاره برېښنايي سیستم په پړاوونو کې پلی شي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي، د یاد وزارت د چارواکو او د اړوندو ادارو د استازو په ګډه غونډه کې د اسنادو او رسمي مراسلاتو د برېښنايي سیستم د عملي کېدو پر پلان هر اړخیزې خبرې وشوې.
د غونډې پر مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین جان عمري وویل، د دغه سیستم پلي کېدل به په دولتي چارو کې چټکتیا رامنځته کړي، د جعلکارۍ او اداري فساد مخه به ونیسي، وخت به سپموي او روڼتیا به لا پیاوړې کړي.
هغه زیاته کړه، د سیستم له فعالېدو سره به د دولتي اسنادو او مکتوبونو اداره په چټک، منظم او کره ډول ترسره شي، او د اړتیا په صورت کې به د لا اغېزمنتیا لپاره اړین بدلونونه هم پکې راوستل شي.
د افغانستان د ډیجیټلي حکومتولۍ برخې مسؤلینو هم ټینګار کړی چې د دې سیستم د بریالي تطبیق لپاره به د وزارتونو او ادارو د معلوماتي ټکنالوژۍ کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه او کاري ورکشاپونه جوړ شي، څو د سیستم کارونه او پلي کول اسانه شي.
د یادونې وړ ده چې د اسنادو او مراسلاتو د برېښنايي مدیریت دغه سیستم شاوخوا یوه میاشت وړاندې د افغانستان د اقتصادي کمېسیون له لوري تصویب شوی و، او د پړاویز پلي کېدو مسؤلیت یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته سپارل شوی دی.
کارپوهان باور لري چې د دولتي اسنادو ډیجیټلي کېدل د برېښنايي حکومتولۍ پر لور یو مهم ګام دی، چې کولی شي په اوږدمهال کې د روڼتیا کچه لوړه، د خدماتو وړاندې کول چټک او اداري خنډونه کم کړي.


