کوېټي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاعي ځواکونو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو د شنډولو لپاره عملیات ترسره کړي دي.
د اېسوشیټېډ پرېس (AP) او رویټرز د راپورونو له مخې، د کوېټ پوځ ویلي چې د هېواد هوايي دفاعي سیستمونه د «دښمنو» توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پر ضد کارول شوي او هغه چاودنې چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې اورېدل شوې، د دغو بریدونو د مخنیوي له عملیاتو سره تړاو لري.
په همدې مهال، په بحرین کې هم د خطر زنګونه وغږېدل او خلکو ته د احتیاطي تدابیرو د خپلولو سپارښتنه وشوه.
د راپورونو له مخې، ایران ویلي چې د دغو بریدونو موخه په کوېټ او بحرین کې امریکايي پوځي اډې وې، خو د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي چې ډېری توغندي او بېپیلوټه الوتکې شنډې شوې او کوم مهم زیان نه دی اوښتی.
دا پېښه څو ورځې وروسته له هغې رامنځته کېږي چې پر کوېټ د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په یوه بل برید کې یو کس وژل شوی او لسګونه نور ټپیان شوي وو.


