د بلوچستان د مرکز کوټې په وحدت کالونۍ کې یوه زړه بوږنوونکې پېښه رامنځته شوې، چې پکې یوه دولتي کارکوونکي لومړی خپله مېرمن او څلور واړه کم عمره ماشومان وژلي او وروسته یې ځان هم وژلی دی.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د دوشنبې په ورځ شاوخوا درې بجې د وحدت کالونۍ په سیمه کې شوې ده. په وژل شویو کې د کورنۍ شپږ غړي شامل دي. د ماشومانو عمرونه ۱۲، ۱۳، ۱۴ او ۶ کاله ښودل شوي دي.
د وژل شوي کس نوم محمد آصف و، چې د بلوچستان په سېکرټرېټ کې یې دنده ترسره کوله.
محمد آصف له پېښې مخکې په یوه ویډیویي پیغام کې د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي ته په خطاب کې ادعا کړې وه چې ځینې کسان، چې په هغوی کې دوه دولتي کارکوونکي هم شامل دي، د ده پر کور د قبضې هڅه کوي او له بېلابېلو لارو یې ځوروي.
د اعلی وزیر د رسنیو سلاکار شاهدي رند ویلي چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته اعلی وزیر د پېښې د پلټنې امر کړی او پولیسو د یادو شویو دوو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
پولیسو د پېښې له ځایه شواهد راټول کړي او د پېښې د اصلي لاملونو د موندلو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.
د محمد آصف یوه خپلوان حاتم ویلي، آصف له پېښې لږ مخکې ورسره ټیلیفوني اړیکه نیولې وه او ورته یې ویلي وو چې د ځینو کسانو له لوري تر سخت فشار او ځورونې لاندې دی او ډېر اندېښمن دی.
د حاتم په وینا، آصف ورته ویلي وو چې یو سخت ګام پورته کوي. له دې خبرو وروسته حاتم خپل پلار ته زنګ وهلی و. کله چې هغوی کور ته ورسېدل، آصف دروازه نه پرانیستله، نو پولیسو ته یې خبر ورکړ. پولیسو کور ته له ننوتلو وروسته د کورنۍ د ټولو غړو مړي وموندل.
چارواکي وایي چې د پېښې د ټولو اړخونو د روښانېدو لپاره پلټنې روانې دي.


