چهارشنبه, جون 10, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد قوش تېپې کانال د لومړي پړاو د سپارلو لپاره ګډه غونډه...

د قوش تېپې کانال د لومړي پړاو د سپارلو لپاره ګډه غونډه ترسره شوه

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د قوش تېپې کانال پروژې د لومړي پړاو د چارو ادارې ته د سپارلو په موخه ګډه غونډه وکړه.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو عمومي ادارې او ملي پراختیا شرکت چارواکو د قوش تېپې کانال پروژې د لومړي پړاو د چارو ادارې ته د سپارلو په موخه ګډه غونډه وکړه.

د افغانستان د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په غونډه کې د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان وویل، وزارت د پروژې د بشپړېدو او سپارلو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی، خو تر سپارلو وړاندې باید ټولې تخنیکي نیمګړتیاوې او ستونزې وڅېړل شي او د حل لپاره یې لازم ګامونه واخیستل شي.

د راپورونو له مخې، د قوش تېپې کانال لومړی پړاو به د ملي پراختیا شرکت له لوري د چارو عمومي ادارې ته وسپارل شي. د سپارلو بهیر به په شپږو میاشتو کې بشپړ شي، خو په دې موده کې به د پروژې د ساتنې او څارنې مسؤلیت د کرنې وزارت پر غاړه وي.

غونډې پرېکړه وکړه چې د اړوندو ادارو یو ګډ پلاوی به پروژه له نږدې وارزوي، موجودې ستونزې او تخنیکي نیمګړتیاوې به مشخصې کړي او له هواري وروسته به د پروژې رسمي سپارنه ترسره شي.

د افغانستان واکمن چارواکي وایي، د دې اقدام موخه د قوش تېپې کانال د پروژې اغېزمنه بشپړونه، ښه مدیریت او د راتلونکو پړاوونو لپاره د قوي بنسټ برابرول دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه