دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهلکي مروت کې د جمعې لمانځه پر مهال ځانمرګی برید؛ یو تن...

لکي مروت کې د جمعې لمانځه پر مهال ځانمرګی برید؛ یو تن وژل شوی

لکي مروت کې د جمعې لمانځه پر مهال ځانمرګی برید؛ یو تن وژل شوی او اووه نور ټپیان دي

لکي مروت کې د جمعې لمانځه پر مهال ځانمرګی برید؛ یو تن وژل شوی او اووه نور ټپیان دي

د خېبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ په خېروخېل سیمه کې د جمعې لمانځه پر مهال د یوه جومات مخې ته ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې یو تن وژل شوی او اووه نور کسان ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، برید هغه مهال ترسره شو چې خلک د جمعې لمانځه لپاره جومات ته راټولېدل. امنیتي چارواکي وایي، لومړنۍ پلټنې ښيي چې بریدګر غوښتل جومات ته دننه شي، خو بریالی نه شو. وروسته یې د جومات په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړه.

د چاودنې له کبله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور لمونځ کوونکي ټپیان شوي دي. ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

پولیسو د پېښې له رامنځته کېدو وروسته سیمه کلابنده کړې او د برید په اړه یې پلټنې پیل کړې دي. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.

لکي مروت د خېبر پښتونخوا له هغو سیمو څخه ده چې په وروستیو کلونو کې پکې د ناامنۍ او وسله‌والو بریدونو پېښې زیاتې شوې دي. په دغو بریدونو کې تر ډېره امنیتي ځواکونه او پولیس په نښه کېږي، خو وخت ناوخت ملکي وګړي هم زیان ویني.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه