د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله د اغزن تار د لګولو او د امنيتي تاسيساتو د پراختيا دفاع کړې او ويلي يې دي چې دا لګښتونه د هېوادوالو د ژوند د خوندي کولو لپاره ضروري دي.
نوموړي د شنبې په ورځ د پاکستان قامي اسمبلۍ ته په وينا کې وويل، د پولې د مديريت او څارنې چارې د هېواد د ملي امنيت د پراخې تګلارې برخه ده او د ډيورنډ کرښې پياوړتيا د امنيتي ګواښونو د مخنيوي او د ناقانونه تګ راتګ د کمولو لپاره مهمه ده.
شهباز شريف وويل، حکومت د دې موضوع په اړه بېلابېلو نظرونو ته درناوی لري، خو د خلکو د امنيت ساتنه يې اساسي مسئوليت دی. هغه زياته کړه، که د دغو اقداماتو له امله د يو انسان ژوند هم وژغورل شي، په ځانګړي ډول د يوه ماشوم، نو دا لګښتونه به خپل ارزښت ولري.
د لومړي وزير دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د اپوزېسيون مخکښ او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په قامي اسمبلۍ کې وويل، ډيورنډ کرښه د پولې دواړو غاړو ته د مېشتو پښتنو ترمنځ وېش رامنځته کړی او ټولنيزې او بشري اغېزې لري.
شهباز شريف همداراز يادونه وکړه چې د افغانستان پر شاوخوا دوه زره کيلومتره اوږده پوله د اغزنې کټارې، څارنيزو کمرونو او نورو امنيتي تجهيزاتو د لګولو لپاره ميلياردونه روپۍ مصرف شوې دي. د هغه په وينا، موخه يې د ناقانونه اوښتو رااوښتو مخنيوی او د امنيتي ګواښونو کمول دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډه پوله، چې پاکستان يې ډيورنډ کرښه بولي، له اوږدې مودې راهيسې د سياسي اختلاف موضوع پاتې شوې ده. اسلاماباد په وروستيو کلونو کې د پولې د اغزنولو او څارنې چارې چټکې کړې دي، خو افغان حکومتونو په تاريخي توګه د دې کرښې په اړه د پاکستان له دريځ سره موافقه نه ده ښودلې.
د پولې د مديريت مسئله وخت ناوخت د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ لامل هم ګرځېدلې ده. د امنيتي پېښو، د تګ راتګ پر محدوديتونو او د سرحدي تګلارو پر سر اختلافاتو له امله د لارې بندېدو او د دواړو خواوو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
پاکستان تل د وسله والو د احتمالي اوښتو رااوښتو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي، په داسې حال کې چې افغان لوری د ملکي وګړو پر تګ راتګ او سوداګرۍ د محدوديتونو په اړه خپلې نيوکې لري.


