دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيد تمدن ځلا او د تهذيب روح؛ د اقبال له نظره

د تمدن ځلا او د تهذيب روح؛ د اقبال له نظره

کله چې د ملتونو د پرمختګ، ځواک او زوال خبره کېږي، نو دوه مهم ټکي زموږ مخې ته راځي: تمدن او تهذيب. ډېر وخت خلک دا دواړه يو شی ګڼي، خو په حقيقت کې د دوی ترمنځ فرق شته، که څه هم دواړه يو له بل سره ژوره اړيکه لري.

ليکنه: عاشق الله صافي

کله چې د ملتونو د پرمختګ، ځواک او زوال خبره کېږي، نو دوه مهم ټکي زموږ مخې ته راځي: تمدن او تهذيب. ډېر وخت خلک دا دواړه يو شی ګڼي، خو په حقيقت کې د دوی ترمنځ فرق شته، که څه هم دواړه يو له بل سره ژوره اړيکه لري.

تمدن د انسان د ژوند د مادي او عملي اړخ نوم دی. علم، صنعت، ټکنالوژي، پوهنتونونه، روغتونونه، سړکونه، فابريکې، اقتصادي نظام، قانون، اداري جوړښتونه او د ژوند ټول هغه وسايل چې د انسان مادي ژوند اسانه کوي، د تمدن برخه جوړوي. په بله ژبه، تمدن انسان ته د ژوند کولو وسايل برابروي.

خو تهذيب د انسان د فکر، اخلاقو، ارزښتونو، وجدان، شخصيت او روحي ژوند نوم دی. رښتينولي، عدالت، درناوی، مسئوليت، حيا، انساني کرامت، د نورو حقونو ته پاملرنه او د ژوند د مقصد احساس د تهذيب برخه ده. که تمدن د انسان د لاس ځواک دی نو تهذيب د هغه د زړه او ضمير رڼا ده.

د تمدن او تهذيب ترمنځ تر ټولو لوی فرق دا دی چې تمدن د انسان د ژوند ظاهري بڼه جوړوي، خو تهذيب د انسان باطن او شخصيت روزي. تمدن انسان ته موټر جوړوي، خو تهذيب ورښيي چې هغه موټر څنګه او د څه لپاره وکاروي. تمدن انسان ته وسلې جوړوي، خو تهذيب ور زده کوي چې ځواک د ظلم لپاره نه، بلکې د عدالت لپاره وکاروي. تمدن د انسان لاس پياوړی کوي، خو تهذيب د هغه ضمير ژوندی ساتي.

له همدې امله د تاريخ تجربه ښيي چې يوازې تمدن د ملتونو د بريا ضمانت نه شي کېدای. کله چې تمدن له تهذيب څخه بېل شي، نو علم د تباهۍ وسيله ګرځي، صنعت د استثمار لاره پيدا کوي او ځواک د ظلم سبب ګرځي. همدارنګه يوازې تهذيب هم بسنه نه کوي. که يو ملت ښه اخلاق ولري خو علم، صنعت او اقتصادي ځواک ونه لري، نو د نورو ملتونو تر سيوري لاندې پاتې کېږي. له همدې امله د ملتونو د بريا راز د تمدن او تهذيب په توازن کې نغښتی دی.

علامه اقبال د شلمې پېړۍ له هغو مفکرانو څخه دی چې د تمدن او تهذيب دا اړيکه يې په ډېر ژور ډول درک کړې وه. هغه اروپا له نږدې ليدلې وه. د اروپا په پوهنتونونو کې يې زده کړې کړې وې، د هغوی فلسفه، سياست او علمي پرمختګ يې مطالعه کړی و. ځکه نو د اروپا په اړه يې قضاوت د اورېدلو پر بنسټ نه، بلکې د مشاهدې او تجربې پر بنسټ و.

اقبال نه د اروپا ړوند مخالف و او نه يې ړوند مريد او مقلد. هغه د اروپا قوت هم ليده او کمزورۍ هم. د هغه په اند د اروپا تر ټولو لوی ځواک په علم، څېړنه، تنظيم، کار، صنعت او فکري جرئت کې و. هغه پوهېده چې اروپا د جامو، فېشن او ظاهري ښکلا له امله پرمختګ نه دی کړی بلکې د علم او فن له امله يې د نړۍ مشري ترلاسه کړې ده.

هغه وايي:

افرنگ از علم و فن آید پدېد

از همین آتش چراغش بر فروخت

يعنې د اروپا قوت د علم او فن له امله پيدا شوی او د هغوی د تمدن څراغ د پوهې او څېړنې په رڼا بل شوی دی

اقبال مسلمانانو ته دا پيغام ورکوي چې که غواړي پرمختګ وکړي، نو بايد د اروپا د بريا اصلي راز وپېژني. هغه راز د فېشن، موسيقۍ، ظاهري ازادۍ او د ژوند د رنګينو نندارو په نړۍ کې نه دی، بلکې د علم، نظم، څېړنې او کار په نړۍ کې پروت دی.

هغه وايي:

قوت مغرب نہ از چنگ و رباب

نے ز رقص دختران بے حجاب

يعنې د اروپا ځواک نه په موسيقۍ کې دی، نه په نڅا کې او نه په ظاهري ازادۍ کې.

د اقبال په اند د اسلامي نړۍ يوه لويه تېروتنه دا ده چې ډېر وخت د اروپا ظاهري بڼه اخلي، خو د اروپا د پرمختګ اصلي لاملونه نه اخلي. جامې او ظاهري بڼه بدلوي، خو فکر نه بدلوي. وسايل پيدا کوي، خو د هغوی د کارولو روحيه نه خپلوي. له همدې امله ظاهري بدلون راځي، خو واقعي پرمختګ نه رامنځته کېږي.

خو اقبال يوازې د اروپا د قوت ستاينه نه کوي. هغه د اروپا د تمدن هغه کمزورۍ هم ويني چې د مادي پرمختګ تر شا پټې دي. د هغه په اند اروپا که څه هم د علم او صنعت په ډګر کې لوړې څوکې ته رسېدلې ده، خو د روحاني او اخلاقي ژوند له يو ډول تشوالي سره هم مخ ده.

علامه اقبال وايي:

نظر کو خیرہ کرتی ہے چمک تہذیب حاضر کی

یہ صناعی مگر جھوٹے نگوں کی ریزہ کاری ہے

يعنې د اوسني تمدن ځلا د انسان سترګې حيرانوي، خو د دې ځلا تر شا داسې حقيقتونه هم شته چې دومره ارزښت نه لري لکه څومره چې ښکاري.

اقبال د لومړۍ نړيوالې جګړې وحشتونه ليدلي وو. هغه وليدل چې هماغه اروپا چې د علم او صنعت په اوج کې وه، ميليونونه انسانان يې د جګړې اور ته وغورځول. له همدې امله هغه دې پايلې ته ورسېد چې يوازې علم او ټکنالوژي د انسان د نېکمرغۍ ضمانت نه شي کېدای.

هغه مشهور خبرداری ورکوي:

“تمہاری تہذیب اپنے خنجر سے آپ ہی خودکشی کرے گی”

جو شاخ نازک پہ آشیانہ بنایے گا ناپائدار ہوگا

يعنې هغه تمدن چې له اخلاقي او روحاني ارزښتونو څخه بېل شي، په پای کې خپله د خپل زوال سبب ګرځي.

د اقبال په فکر کې د تمدن تر څنګ تهذيب هم اړين دی. علم بايد له اخلاقو سره مل وي، ځواک بايد له عدالت سره يو ځای وي او پرمختګ بايد د انسانيت په چوکاټ کې ترسره شي. که دا توازن له منځه ولاړ شي، نو تمدن د انسان د خدمت پر ځای د هغه د تباهۍ وسيله ګرځي.

همدا لامل دی چې اقبال د مسلمانانو لپاره د ړانده تقليد پر ځای د شعوري زده کړې غوښتنه کوي. هغه وايي چې له اروپا څخه علم واخلئ، څېړنه زده کړئ، د وخت ارزښت وپېژنئ، د کار نظم خپل کړئ او د پوهې مينه په ځان کې پيدا کړئ، خو خپل هويت، خپل ارزښتونه او خپل اخلاقي بنسټونه مه له لاسه ورکوئ.

اقبال په بل ځای کې وايي:

اپنی ملت پر قیاس اقوام مغرب سے نہ کر

خاص ہے ترکیب میں قوم رسول ہاشمی

يعنې مسلمانان بايد خپل شخصيت او هويت د نورو ملتونو په ترازو کې ونه تلي. هر ملت خپل تاريخ، خپل ارزښتونه او خپل ځانګړی روح لري.

د اقبال په اند د ملتونو عزت په دې کې نه دی چې د نورو نقل وکړي، بلکې په دې کې دی چې له نورو زده کړه وکړي او بيا د خپل شخصيت او خپلو ارزښتونو له مخې خپله لار جوړه کړي.

په همدې دليل اقبال د شاهين سمبول وړاندې کوي. شاهين د خپلواک فکر، لوړ همت، ارادې، عزت او ځان باور نښه ده. شاهين د بل چا په سيوري کې ژوند نه کوي او نه د نورو نقل کوي. هغه خپل افق لري او خپل منزل ته په خپله رسېږي.

هغه وايي:

پرواز ہے دونوں کی اسی ایک فضا میں

کرگس کا جہاں اور ہے شاہین کا جہاں اور

په يو اسمان کې دواړه الوزي، خو د شاهين نړۍ او د ټپوس نړۍ سره بېخي توپير لري. د اقبال له نظره ملتونه هم همداسې دي. ځينې ملتونه يوازې د نورو په پاتې شونو ژوند کوي او ځينې بيا د لوړ فکر، لوړو ارادو او نوښت له لارې خپل برخليک جوړوي.

د اقبال د فکر لنډيز دا دی چې اروپا موږ ته د علم، تنظيم، تحقيق او کار درس راکوي، خو د بشپړ انسان جوړولو لپاره يوازې دا بسنه نه کوي. انسان ته د اخلاقو، وجدان، مينې، عدالت او روحانيت اړتيا هم شته. هغه ملتونه به بريالي وي چې د تمدن ځواک او د تهذيب روح دواړه له ځان سره ولري.

د اقبال په اند د لوېديځ د بريا راز بايد زده شي، خو د لوېديځ تقليد بايد ونه شي. علم بايد واخيستل شي، خو هويت بايد وساتل شي. پرمختګ بايد ترلاسه شي، خو انسانيت بايد له لاسه ورنه کړل شي. همدا هغه توازن دی چې اقبال يې د انسان، ټولنې او تمدن د بقا لپاره اړين ګڼي

د اقبال پيغام نن هم هماغومره تازه دی لکه سل کاله وړاندې. هغه موږ ته راښيي چې د تمدن ځلا هغه وخت ارزښت لري چې د تهذيب روح ورسره ژوندی وي؛ ځکه بې روحه تمدن ښايي انسان شتمن کړي، خو نېکمرغه کولای يي نشي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه