دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بلوچستان حکومتي چارواکي: ۱.۲۶ میلیونه ایکړه دولتي ځمکه مو بېرته ترلاسه...

د بلوچستان حکومتي چارواکي: ۱.۲۶ میلیونه ایکړه دولتي ځمکه مو بېرته ترلاسه کړې

د بلوچستان حکومتي چارواکي وایي چې د دولتي ځمکو د ناقانونه نیولو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې یې له ۱.۲۶ میلیونه ایکړو څخه زیاته دولتي ځمکه بېرته ترلاسه کړې

د بلوچستان حکومتي چارواکي وایي چې د دولتي ځمکو د ناقانونه نیولو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې یې له ۱.۲۶ میلیونه ایکړو څخه زیاته دولتي ځمکه بېرته ترلاسه کړې، چې اټکلي ارزښت یې ۱.۷۸ ټریلیون پاکستانۍ روپۍ ښودل شوی دی.

د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له یو میلیون ایکړو څخه زیاته دولتي ځمکه، چې ارزښت یې ۱.۳۷ ټریلیون روپۍ اټکل شوی، بېرته ترلاسه شوې ده. چارواکي زیاتوي چې په ۲۰۲۶ کال کې هم د کوټې، ګوادر، سبي، شیراني، حب او لسبېلې په ګډون په بېلابېلو سیمو کې ۲۶۰ زره ایکړه نوره ځمکه، چې ارزښت یې ۴۱۴.۲ میلیارده روپۍ ښودل شوی، راګرځول شوې ده.

د چارواکو په وینا، دا عملیات وروسته له هغه پیل شول چې پلټنو د ځنګلونو ادارې اړوند شاوخوا ۲.۸ میلیونه ایکړه ځمکې د ملکیت او لېږد په اسنادو کې پراخې نیمګړتیاوې او بې‌نظمۍ وموندلې. دوی وایي، له دې وروسته د دولتي ځمکو د پېژندنې، خوندي کولو او بېرته ترلاسه کولو لپاره پراخ کمپاین پیل شو.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په کوټه کې شاوخوا ۴۷ زره ایکړه د ځنګلونو او وحشي ژوو د ساتنې ادارې اړوند ځمکه، چې ارزښت یې ۳۵۴ میلیارده روپۍ اټکل شوی، بېرته ترلاسه شوې ده.

چارواکي وایي چې په ګوادر کې ۱۷۶ زره ایکړه ځمکه د ۲۵ میلیارده روپیو په ارزښت، په شیراني کې ۱۵ زره ایکړه ځمکه د ۲۹ میلیارده روپیو په ارزښت، په سبي کې ۲۸۶۱ ایکړه ځمکه د ۲.۳ میلیارده روپیو په ارزښت، په لسبېله کې ۱۷ زره ایکړه ځمکه د ۲.۲ میلیارده روپیو په ارزښت او په حب کې ۱۵۳ ایکړه ځمکه د ۵۰۰ میلیونه روپیو په ارزښت بېرته ترلاسه شوې ده.

د بلوچستان حکومتي چارواکي وایي، دا عملیات د ایالتي حکومت، د احتساب اړوندو ادارو، د عوایدو ریاست او د ځنګلونو او وحشي ژوو د ساتنې ادارې په ګډو هڅو ترسره شوي دي. د دوی په وینا، د دې نوښت موخه د عامه شتمنیو ساتنه، د ځمکو د ادارې پیاوړتیا او د دولتي ځمکو د ناقانونه نیولو مخنیوی دی.

چارواکي وایي چې د دولتي ځمکو د اوږدمهاله ساتنې لپاره د ځمکو د مدیریت عصري سیستمونه، ډیجیټلي ثبت او پرمختللي څارنیز میکانیزمونه پلي کوي. د دوی په وینا، د ګوادر د ځمکو د ریکارډونو ډیجیټلي کېدل وروستیو پړاوونو ته رسېدلي او تمه ده چې دا به د شفافیت په زیاتېدو، د ځمکو د شخړو په کمېدو او د راتلونکو ناقانونه نیونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د بلوچستان حکومت وایي، بېرته ترلاسه شوې ځمکې به د ځنګلونو او وحشي ژوو د ساتنې ادارې ته وسپارل شي، ترڅو د چاپېریال ساتنې، دوامدارو پراختیايي پروژو او عامه هوساینې لپاره ترې ګټه واخیستل شي. چارواکو همدارنګه ویلي چې د ځمکو د غصب پر ضد عملیات به دوام ولري او په راتلونکو میاشتو کې د نورو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو تمه هم شته.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه