دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمولانا فضل الرحمن: پاکستان د یوه باثباته افغانستان اړتیا لري

مولانا فضل الرحمن: پاکستان د یوه باثباته افغانستان اړتیا لري

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن د پارلمان په وینا کې ویلي، که پاکستان د سیمې د سولې لپاره د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب او تفاهم ملاتړ کوي، نو باید د افغانستان په اړه هم د خبرو او سیاسي حللارې لاره خپله کړي.

هغه ویلي، پاکستان باید د افغانستان په اړه پر خپلې تګلارې بیا کتنه وکړي او دا و ارزوي چې د افغانستان دننه پوځي بریدونو او بمباریو د پاکستان په امنیتي وضعیت کې د ښه والي پر ځای څه پایلې لرلې دي.

فضل الرحمن ټینګار کړی چې افغانستان ثبات ته اړتیا لري او پاکستان هم د یوه باثباته او امن ګاونډي هېواد اړتیا لري. د نوموړي په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تېرو تاریخي اختلافاتو یادول د ستونزو حل نه شي کېدای.

هغه د پخواني افغان پاچا ظاهر شاه د واکمنۍ دورې ته په اشارې ویلي، سره له دې چې افغانستان د هند د وېش مخالف دریځ درلود، خو د ۱۹۶۵ کال د هند او پاکستان د جګړې پر مهال یې پاکستان ته ډاډ ورکړی و چې د لوېدیځې پولې په اړه اندېښنه ونه لري.

د جې یو آی مشر زیاته کړې چې د ۱۹۷۱ کال جګړې پر مهال هم افغان حکومت پاکستان ته ورته پیغام ورکړی و او اسلام‌اباد اړ نه شو چې د افغانستان پر پوله اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړي.

نوموړي وویل، نن پاکستان له داسې وضعیت سره مخ دی چې د پوځ یوه برخه د افغانستان پر پوله، بله برخه د هند پر پوله او یوه برخه د هېواد دننه له امنیتي ګواښونو سره بوخته ده.

مولانا فضل الرحمن ټینګار وکړ چې د سیمې د امنیت، ثبات او دوامدارې سولې لپاره له افغانستان سره د تفاهم، همکارۍ او متقابل باور پیاوړتیا ضروري ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه