دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاېمل ولي خان؛ د خېبرپښتونخوا له بوديجې د ۱۰۹ ميليارده روپيو د...

اېمل ولي خان؛ د خېبرپښتونخوا له بوديجې د ۱۰۹ ميليارده روپيو د کمولو پرېکړه غندلې

ایمل ولي د خېبرپښتونخوا له بوديجې د ۱۰۹ ميليارده روپيو د کمولو پرېکړه غندلې

د عوامي نېشنل ګوند (اې اېن پي) مرکزي مشر سينيټر اېمل ولي خان د قومي اقتصادي کونسل په غونډه کې د خېبرپښتونخوا له بوديجې د ۱۰۹ ميليارده روپيو د کمولو پرېکړه غندلې او دا يې د صوبې له حقونو سره ښکاره بې‌انصافي بللې ده.

اېمل ولي خان په يوه بيان کې وويل، د خېبرپښتونخوا د بوديجې د کمولو پرېکړه د شرم وړ ده او هغه کسان چې د واک په ګدۍ ناست دي، د صوبې د حقونو په ساتنه کې پاتې راغلي دي. نوموړي زياته کړه چې د خېبرپښتونخوا مالي خپلواکي او اساسي قانوني حقونه په تدريجي ډول کمزوري کېږي.

هغه وويل، په داسې حال کې چې خېبرپښتونخوا له ترهګرۍ او ناامنۍ سره مخ ده، د صوبې سرچينې وفاق ته سپارل کېږي. د ده په وينا، ويل کېږي چې دا پيسې به د دفاعي لګښتونو لپاره کارول کېږي، خو ولس ښه پوهېږي چې د دغسې پرېکړو اصلي واک د چا په لاس کې دی.

د اې اېن پي مشر ادعا وکړه چې د وفاق مخالفينو په نوم ځينې سياسي ډلې هم د خېبرپښتونخوا سرچينې وفاق ته سپاري او د ولس له حقونو څخه معامله کوي. هغه زياته کړه چې که په صوبه کې رښتينې ولسي استازولي موجوده وای، نو د خېبرپښتونخوا منابع به په دې ډول قرباني شوې نه وای.

اېمل ولي خان ټينګار وکړ چې عوامي نېشنل ګوند به د خېبرپښتونخوا د سرچينو، مالي خپلواکۍ او اساسي قانوني حقونو په اړه هېڅ ډول جوړجاړی ونه مني او د ولس د حقونو لپاره به په هر فورم خپل غږ پورته کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه