د پاکستان ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال بودیجه وړاندې شوه؛ د دفاع لپاره درې زره میلیارده او د بېنظیر ملاتړ پروګرام ته ۸۳۸ میلیارده روپۍ ځانګړې شوې.
د پاکستان وفاقي حکومت د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال لپاره د ۱۸ اعشاریه ۸ زره میلیارده روپیو بودیجه وړاندې کړې چې پکې د معاش لرونکو کسانو لپاره د مالیې کمښت، د دولتي کارکوونکو د معاشونو او تقاعدونو زیاتوالی، د ټولنیزو مرستو پراختیا او د مصنوعي ځیرکتیا د ودې لپاره ستر پروګرام شامل دي.
د مالیې وزیر محمد اورنګزېب د جمعې په ورځ په ملي اسمبلۍ کې د بودیجې د وړاندې کولو پر مهال وویل، حکومت غواړي اقتصادي وده چټکه کړي، صادرات زیات کړي، د ټیټ عاید لرونکو کورنیو ملاتړ وکړي او مالي ثبات پیاوړی کړي.
د بودیجې له مخې، د معاش لرونکو کسانو پر ځینو عایداتي کچو مالیه راکمه شوې او پر هغوی لګېدلې ۹ سلنه اضافي مالیه لغوه شوې ده. همدارنګه د نړیوالو بانکي کارتونو پر راکړو ورکړو لګېدونکې مالیه له ۵ سلنې څخه نیم سلنې ته راټیټه شوې ده.
حکومت د ښځو د روغتیايي توکو او د کورنۍ د تنظیم پر وسایلو مالیه هم بشپړه ختمه کړې ده. سربېره پر دې، د معلوماتي ټکنالوژۍ شرکتونو او ازادو صادرونکو لپاره د وروستۍ مالیاتي تګلارې موده تر ۲۰۳۰ کال پورې غځول شوې ده.
په بودیجه کې د وفاقي کارکوونکو معاشونه او تقاعدونه ۷ سلنه زیات شوي او د لږ تر لږه مزد کچه د ۱۰ سلنې په اندازه د لوړولو وړاندیز شوی دی.
د بېنظیر عایداتي ملاتړ پروګرام لپاره ۸۳۸ میلیارده روپۍ ځانګړې شوې چې د تېر کال په پرتله ۱۷ سلنه زیاتوالی ښيي. حکومت وایي، له دې لارې به شاوخوا ۱۲ میلیونه کورنۍ تر پوښښ لاندې راشي.
د وزیراعظم د «اپنا کور» پروګرام لپاره ۷۱ میلیارده روپۍ بېلې شوې دي چې د ارزانه کورونو د پورونو اسانتیا به برابره کړي. همدارنګه د مصنوعي ځیرکتیا د ملي چاپېریال د پراختیا په نوم یو میلیارد ډالري پروګرام هم پیل شوی دی.
حکومت د راتلونکي مالي کال لپاره د اقتصادي ودې هدف ۴ سلنه او د انفلاسیون اوسط کچه ۸ اعشاریه ۲ سلنه ټاکلې ده. د مالیاتي عوایدو هدف ۱۵ اعشاریه ۲۶ زره میلیارده روپۍ او د بودیجې د کسر هدف د ناخالص کورني تولید ۳ اعشاریه ۶ سلنه اټکل شوی دی.
په بودیجه کې د دفاعي لګښتونو لپاره درې زره میلیارده روپۍ او د عامه پراختیایي پروګرامونو لپاره یو زره میلیارده روپۍ ځانګړې شوې دي.
د مالیې وزیر ویلي، د پاکستان د اقتصاد اندازه ۴۵۲ میلیاردو ډالرو ته رسېدلې، د بهرنیو اسعارو زېرمې ۱۷ میلیاردو ډالرو ته لوړې شوې او تمه ده چې د روان مالي کال تر پایه به له بهر مېشتو پاکستانیانو د رالېږل شوو پیسو کچه له ۴۱ میلیاردو ډالرو واوړي.
د بودیجې د غونډې پر مهال د اپوزیسیون غړو احتجاجونه وکړل او د حکومت پر اقتصادي تګلارو یې نیوکې وکړې. خو حکومت وایي، دا بودیجه د اقتصادي ودې، پانګونې، صادراتو پراختیا او مالي ثبات لپاره یوه هراړخیزه تګلاره ده.


