د هند هوايي ځواک وايي، د دغه هېواد د آسام ایالت په جورهاټ ښار کې د AN-32 ډوله ترانسپورتي الوتکې د نسکورېدو له امله پنځه پوځيان وژل شوي دي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، الوتکه د شنبې په ورځ د «روریا» هوايي اډې پر لور د ناستې پر مهال له پېښې سره مخ شوه او د هوايي اډې په شاوخوا سیمه کې ولوېده.
د هند هوايي ځواک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په وژل شویو کسانو کې د الوتکې عمله او نور پوځي پرسونل شامل دي. پوځ د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د پېښې د علت د معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.
راپورونه وايي، الوتکه د اکمالاتي او لوژستیکي ماموریتونو لپاره کارېده او د نسکورېدو له خبر سره سم ژغورنې او بیړني مرستندویه ټیمونه سیمې ته استول شوي وو.
تر اوسه د الوتکې د غورځېدو کره لامل نه دی اعلان شوی، خو AN-32 الوتکې په تېرو کلونو کې هم د ګڼو پېښو ښکار شوې دي. د موجودو شمېرو له مخې، له ۱۹۸۶ کال راهیسې په هند کې د همدې ډول لسګونه الوتکې په بېلابېلو پېښو کې له منځه تللې دي.
جورهاټ هوايي اډه د هند په شمال ختیځه سیمه کې د هوايي ځواک له مهمو پوځي اډو څخه ګڼل کېږي او د سیمې په هوايي عملیاتو کې مهم رول لري.


