د ایران د بانکونو د همغږۍ شورا وایي، د هېواد د څلورو مهمو دولتي بانکونو په سیسټمونو کې رامنځته شوې ستونزې د سایبري برید له امله رامنځته شوې دي.
د شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي بانک، تجارت بانک، صادرات بانک او د صادراتو د پراختیا بانک ګډې ارتباطي زېربناوې د سایبري برید هدف ګرځېدلې دي، چې له امله یې د دغو بانکونو په ځینو برېښنايي خدمتونو کې خنډونه پیدا شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، تر اوسه داسې کومه نښه نه ده موندل شوې چې د پېرودونکو معلوماتو ته دې لاسرسی شوی وي یا دې د بانکونو معلومات له منځه تللي وي.
د ایران د بانکونو د همغږۍ شورا وایي، دغه تخنیکي ستونزې له تېرې ورځې راهیسې دوام لري او د حل لپاره یې پراخې هڅې روانې دي. د شورا په وینا، ځانګړې تخنیکي ډلې په بېړني ډول ګمارل شوې دي څو د بانکونو خدمات بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.
ایراني چارواکو د برید د عاملینو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې د پېرودونکو د معلوماتو خوندیتوب خوندي پاتې شوی او د ستونزې د بشپړ هواري لپاره کار دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د ایران پر بېلابېلو دولتي او مالي ادارو څو ځله سایبري بریدونه شوي، چې ځینې یې د خدماتو د لنډمهاله ګډوډۍ سبب هم ګرځېدلي دي.


