راپور: ایران وايي له امریکا سره د هوکړې مسوده د تېلو بندیزونو نرمول، د کنګل شویو شتمنیو ازادول او اټومي محدودیتونه رانغاړي.
یو لوړپوړي ایراني چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې له متحده ایالاتو سره د تفاهم د یادښت وروستۍ مسوده د ایران د اټومي پروګرام، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو، د تېلو پر صادراتو د بندیزونو د نرمولو او د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو په ګډون یو لړ مهم موضوعات رانغاړي.
د نوموړي په وینا، که دواړه لوري پر دې مسوده هوکړې ته ورسېږي، نو د وروستۍ او هر اړخیزې موافقې د ترلاسه کولو لپاره به په راتلونکو ۶۰ ورځو کې نورې خبرې اترې هم وشي.
د مسودې له مخې، ایران به سمدستي د هرمز تنګی د ټولو سوداګریزو بېړیو پر مخ پرانیزي، او په بدل کې به امریکا د ایران پر بندرونو لګېدلی سمندري بندیز لرې کړي. ویل شوي، د امریکا د بندیزونو د لرې کولو بهیر به د تفاهم له لاسلیک سره سم پیل او تر ۳۰ ورځو پورې بشپړ شي.
په اقتصادي برخه کې، امریکا ژمنه کړې چې تر وروستۍ هوکړې پورې به پر ایران نوي بندیزونه نه لګوي. همدارنګه د وروستۍ موافقې له ترلاسه کېدو وروسته به د امریکا او ملګرو ملتونو ټول بندیزونه د یوې ټاکلې مهالوېش له مخې لرې کېږي.
د راپور له مخې، واشنګټن به د یوې ټاکلې مودې لپاره د ایران د تېلو پر صادراتو بندیزونه نرم کړي، څو تهران وکولای شي خپل تېل وپلوري او عواید یې ترلاسه کړي.
مسوده دا هم ښيي چې امریکا به د ایران شاوخوا ۲۵ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمني ازاده کړي. دغه پیسې به د نغدو لېږدونو، د سیمې د هېوادونو د همکارۍ او مالي اعتباري کرښو له لارې ایران ته وسپارل شي.
له دې سره، امریکا او د هغې سیمه ییز متحدین به د ایران د بیا رغونې او پراختیا یو پلان هم چمتو کړي، چې د تفاهم له لاسلیک وروسته به د ۶۰ ورځو په موده کې له تهران سره ورباندې خبرې وشي.
د اټومي پروګرام په تړاو، ایران منلې چې نه به اټومي وسلې جوړوي او نه به یې ترلاسه کوي. همدارنګه تر وروستۍ هوکړې پورې به خپل اوسنی اټومي فعالیت په هماغه کچه وساتي او د یورانیمو د غني کولو او اټومي تاسیساتو د پراختیا له زیاتولو به ډډه وکړي.
د مسودې له مخې، امریکا چمتو ده چې د راتلونکې هر اړخیزې موافقې په چوکاټ کې ایران ته اجازه ورکړي، څو خپله لوړه کچه غني شوې یورانیمي زېرمه د ایران په خاوره کې کمه یا رقیقه کړي.


