لیک: میرحسن اتل
چي کله هم په پښتون بلوڅ دوه قامي صوبه کې د ترقي پسند ادبي تحريک او روڼ اندي سياسي بهير د بنسټ د اېښودولو خبره ياده شي نو تر ټولو لومړی نوم د (لټ خانه) مترقي خوځښت مخ ته راځي، ځکه چي دا هغه سياسي او ادبي خوځښت ؤ چي په لومړي وار ئې په يوه پسمانده او شاته پاته سيمه کښي د يوه مترقي انقلاب او مثبت ټولنیز اوښتون لپاره عملي ګامونه واخستل، د کال ۱۹۵۰م د مارچ د مياشتې خبره ده چي د سوهېلي پښتونخوا (برټش بلوچستان) او (سټېټ بلوچستان) څلورو ــــ
پينځو اعلی تعليم يافته ځوانانو (سائین کمال خان شېراڼي، ماما عبدالله جان جمالديني، ډاکټر خدائيداد صاحبي، بهادرخان بنګلزي) په ګډه دا پرېکړه وکړه چي موږ به په خپله سيمه کې د يوه داسې (ترقي پسند) او (روشن فکره) سیاسي او ادبي بهیر بنياد ږدو چي په راروانو وختونو کې د سیمې او خطې لپاره د مترقي اوښتونو لپاره لار هواره کړي، د دې فکري خوځښت د بنیادي موخو (مقاصدو) په اړه د دې فکري تحريک روح روا او باني غړي ماما عبدالله په خپل کتاب (لټ خانه) کې داسي ليکلي دي:
“کالج کےزمانے میں کمال خان، بہادر خان اور میں نےاپنے لوگوں کے بارے میں او اپنے سماج کو سدهارنے کے بارے میں سوچا تها، ادب، فلسفہ اور نيشنلزم نے فکری جہت دی تهی، برناڈ شا، برٹرينڈرسل، تهامسن نےفکری بنيادیں فراہم کی تهيں، ملک او عالمی حالات نے ان بنيادوں پر عملی ڈهانچہ کهڑا کرنے کا جذبہ پيدا کيا” (مخ ۲۲م)
له ښه مرغه دا څلور سره ځوانان اعلي تعليم يافته او له نامتو تعليمي ادارو څخه فارغ التحصیل وو، د سياست، ادب، فلسفې او معيشت په اړه ئې ډېر څه لوستي او د هغو په بنيادي شدو مد ښه خبر وو، خو دا ټولو ځوانانو د خپل تحريک تر پېلولو مخکې خپلو پرکششو سرکاري ملازمتونو ته استعفاوي ورکړي، دلته بايد دا يادونه وکړو چي سائین کمال خان شېراڼی، ماما عبدالله جان جمالديني او بهادرخان بنګلزي هغه وخت د مال په محکمه کې نائب تحصيلداران او ډاکټر خدائيداد صاحبي د مواصلاتو په محکمه کې ملازم ؤ، (ماما) په خپل ياد کتاب کې د دې خبرې ذکر داسي کړی دی:
“بالاخر ميں نے اور کمال خان نے فيصلہ کرليا کہ ہم ملازمتوں سے عليحدگی اختيار کرينگے اور اپنے نئے خيالات کو عملی جامہ پہنانے کے ليے جہدوجہد شروع کرينگے، ہمارے اس فيصلے ميں بہادر خان بنگلزی نے بهی شرکت کا اظہار کيا” (مخ ۲۴م)
په دوهمه مرحله کې دا مترقي فکر لرونکو ځوانانو د کوټې د بلوڅي اسټريټ په (Widow’s Hut) نومي يو کوچني مکان کې د خپل مترقي او انقلابي خوځښت (لټ خانه) لپاره د عملي کارونه ابتداء وکړه، او په لنډ وخت کې ئې ډېر بنيادي او اهم کارونه ترسره او په اولس او قام په خصوص په لوستو او مترقي فکر لرونکو ځوانانو کې ئې لوئ محبوبیت پيدا کړ، که څه هم د (لټ خانه) د فکري او شعوري تحريک د نظرياتي افکارو له هر اړخېزه جاج او د دې انقلابی خوځښت د پاته شوو اثارو له مطالعې څخه داسې جوتېږي چي د دې تحریک ټول محرکين له نظرياتي پلوه د سوشلسټو افکارو تر ژورو اغېزو لاندې او ټول په دې باور وو چي د نړۍ د ځپلو انسانانو سماجي حيثيت تر هغه وخته نه شي بدلېدلی ترڅو چي هغه يو لاس او يو موټی نه شي، خو په څنګ کې دا خبره هم رښتيا ده چي دا ترقي پسند سیاسي او ادبي تحريک ډېر ژر د هغو پښتنو او بلوڅو قامپرستو مبارزينو او سیاسي فعالينو په پوخ مرکز او فکري ټاټوبی بدل شو چي هغه وخت ئې د حکومت وخت او پنجاب د استعماري پاليسيو خلاف سیاسي مبارزه کوله،په خصوص خان شهيد عبدالصمد خان، ارواښاد نواب خېربخش مري، ارواښاد غوث بخش بزنجو، ارواښاد عبدالرحیم مندوخېل، ميرګل خان نصير او په سلګونو نور پښتانه او بلوڅ سياسي مبارزين او فعالين له دې مترقي او فکري خوځښت (ټینګ) سره ټینګ په رابطه کې پاته شو.


