ویب ډیسک
کابل – بهرنیو چارو وزیر، محمد حنيف اتمر په ناټو کې د ایټالیا له ځانګړي استازي، ښاغلي فرانسسکو م. تالو سره چې افغانستان ته د هغه هیواد لوړپوړي پلاوي په مشري سفر کړى ده، وکتل.
د غونډې په ترڅ کې، بهرنیو چارو وزیر له افغانستان څخه د ایټالیا د دوامداره ملاتړ او همدارنګه د ناټو او اروپايي اتحادیې له لارې افغانستان سره د هغه هېواد د همکارۍ له امله مننه وکړه او ښاغلي فرانسسکو او د ایټالیا خلکو ته يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د سلمى کلیزې له کبله، مبارکي ورکړه.
ښاغلي اتمر په استانبول کې د افغانستان د سولې خبرو دوهم پړاو لپاره د چمتووالي په اړه خبرې وکړې او ایټالوي پلاوي ته یې د اساسي قانون سره سم جامع حل ته د رسیدو په خاطر، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې پلان په هکله معلومات ورکړل.
ښاغلي اتمر زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت لخوا مطرح شوی د لارې نقشه، د واک له وخته مخکې او سولهایز لیږد لپاره ترټولو مناسب قانوني حل وړاندې کوي او د طالبانو په ګډون، د ټولو سياسي اړخونو ګډون او د تيرو دوه لسيزو لاسته راوړنو ساتنه کوي.
ښاغلي تالو د افغانستان خلکو د غوښتنې پراساس سیاسي حل ته د رسیدو په موخه، د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا لپاره د افغانستان د حکومت د هڅو د ستاینې ترڅنګ، په سیاسي، اقتصادي، نظامي او کلتوري برخو کې افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو له دوام څخه ډاډ ورکړ.
په دغه کتنه کې، دواړو لورو په استانبول کې د افغان سولې خبرو بریا لپاره هیله څرګنده کړه او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا، د پارلماني همکاریو د پیل او د دواړو هېوادونو تر منځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د سلمى کلیزې د لمانځلو په اړه خبرې وکړې.
همداراز، له کتنې وروسته په ناټو کې د ايتاليا ځانګړې استازی او ورسره مل پلاوي د بهرنیو چارو وزارت لخوا د دوی په ویاړ جوړه شوې میلمستیا کې ګډون وکړ.


