ویب ډیسک
د امریکا متحده ایالاتو یوځل بیا له افغانستان څخه تر مې میاشتې پورې د خپلو ټولو ځواکونو اېستل ستونزمن بللي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، د مې تر لومړۍ نېټې به له افغانستان څخه د پاتې ځواکونو اېستل له لوجستیک او تخنیکي پلوه ګران وي.
نوموړې ویلي،امریکا په دوامداره توګه له خپلو متحدینو او د ناټو غړو هیوادونو سره په دې اړه مشورې کوي.
افغانستان کي اوس مهال دوه نیم زره امریکايي پوځیان شته چې د طالبانو او امریکا د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون له مخې باید د مۍ تر لومړۍ نېټې ووځي.


