ویب ډیسک
د ملي دفاع وزارت وایي چې تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت “ارغنداب” او “ژیړۍ” ولسوالیو اړوند طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۴۲ طالبان ووژل او ۵ تنه ووژل شول.
په دغه عملیاتو کې د طالبانو ۸ بیلابیل ډول موټر لاسته راغلي, ۱۴ موټر د زیاتو وسلو او مهماتو سره له منځه یوړل شول.
همدا راز د یادې ولسوالۍ اړوندو سېمو کې د طالبانو له لورې د ملکي او پوځي کسانو په نښه کولو له پاره ۲۲۰ کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو, د ملي اردو له خوا کشف او شنډ شول.


