د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي: چې ایراني پلاوی به له امریکا سره د خبرو اترو دوهم پړاو لپاره پاکستان ته لاړ نشي، او ایران د خبرو اترو دوهم پړاو کې د ګډون هیڅ اراده نلري.
اسماعیل بقايي وویل؛ چې امریکا اوربند مات کړی، موږ د پاکستان منځګړي ته ویلي چې اسلام آباد ته د خبرو اترو لپاره نه راځي، او که امریکا بیا برید وکړي، نو بشپړ ځواب به ورکړل شي.
هغه وویل چې امریکا ښودلې چې د ډیپلوماټیکې پروسې د پرمختګ په اړه جدي نه ده، امریکا تیریګرانه کړنې کړې او د اوربند شرایط یې سرغړونه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د امریکا وړاندیزونه بې معنی دي او غوښتنې یې غیر واقعیت لري، ایران په څرګنده توګه خپلې غوښتنې بیان کړې او هغه به بدلې نه کړي.


