ویب ډیسک
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې د امریکا ولسمشر هېڅ دلیل نه لري چې اسلامي جمهوریت له خپلو اټومي حقونو محروم کړي.
پزشکیان وویل: «ټرمپ وایي ایران نشي کولای له خپلو اټومي حقونو استفاده وکړي، خو دا نه وایي چې د کوم جرم له امله.»
هغه زیاته کړه: «هغه (د امریکا ولسمشر) څوک دی چې یو ملت له خپلو حقونو محروم کړي؟»
د هغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې واشنګټن او تهران لا هم د اټومي موضوعاتو په اړه اختلافات لري.
ټرمپ ادعا کړې چې تهران منلې ده چې له واشنګټن سره په ګډه کار وکړي تر څو غني شوی یورانیم له ایرانه وباسي او امریکا ته یې انتقال کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل: «غني شوی یورانیم زموږ لپاره د ایران د خاورې په څېر مقدس دی او هېڅ شرایطو کې به بل ځای ته ونه لېږدول شي.»
ایران نړۍ ته د خپل اټومي پروګرام سولهییز طبیعت د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په لاسلیکولو سره وښود، چې له شپږو نړیوالو قدرتونو سره شوی و. تهران تل ټینګار کړی چې د دوی اټومي پروګرام یوازې سولهییز اهداف لري او د اټومي وسلو د جوړولو نیت نه لري.
د ایران ولسمشر همدارنګه وویل چې تهران د جګړې د پراخېدو غوښتونکی نه دی، ځکه چې د شخړو دوام به هېڅ هېواد ته ګټه ونه رسوي.


