هرنايي کې د سکرو کان نړېدو پېښه؛ ۴ کان‌کیندونکي وژل شوي

0
21

د پاکستان د بلوچستان ایالت په هرنايي ولسوالۍ کې د ګاز د چاودنې له امله د سکرو یو کان نړېدلی چې له کبله یې څلور کان‌کیندونکي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د بلوچستان د کانونو ادارې د چارواکو په وینا، پېښه د شاهرګ په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې کارګران د ځمکې لاندې د سکرو په کان کې پر کار بوخت وو. د چارواکو په خبره، د میتان ګاز له چاودنې وروسته د کان یوه برخه ونړېده.

د کانونو ادارې مشر پلټونکي محمد عاطف ویلي، د ژغورنې ډلې له څو ساعتونو عملیاتو وروسته د وژل شویو او ټپیانو جسدونه او کسان له کان څخه را ایستلي دي.

د ټپیانو له ډلې دوه کسان چې سخت سوځېدلي، د لا ډېرو درملنو لپاره د کوټې روغتون ته لېږدول شوي دي. د کوټې د ملکي روغتون د ټراما مرکز مسوول ډاکټر هادي کاکړ ویلي، روغتون ته څلور ټپیان ورغلي وو چې دوه یې د بدن د ۸۰ او ۹۰ سلنه سوځېدو له امله په نازک حالت کې وو، خو دوه نور کسان تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي دي.

د چارواکو په وینا، وژل شوي کان‌کیندونکي د پاکستان د سوات ولسوالۍ اوسېدونکي وو او مړي یې خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

د بلوچستان د کانونو ادارې د پېښې د لامل معلومولو لپاره د رسمي څېړنې غوښتنه هم کړې ده.

په بلوچستان کې د کانونو د پېښو لړۍ له دې مخکې هم شوې او کان‌کیندونکي د خوندیتوب د تدابیرو د کمزوري پلي کېدو، د هوا د مناسب جریان نشتوالي او د میتان ګاز د خطرونو په اړه اندېښنې مطرح کړې دي.