کندهار کې وچکالۍ شاوخوا ۳۰ سلنه بڼونه د وچېدو له ګواښ سره مخ کړي

0
31

د افغانستان د کندهار ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، وچکالۍ او د اقلیمي بدلونونو اغېزو په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۰ سلنه بڼونه د وچېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د شاه‌ولي‌کوټ ولسوالۍ د انځرو او د ارغستان ولسوالۍ د انارو بڼونه د وچکالۍ له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي.

د کرنې ریاست مسوولین وايي، د دې ستونزې د کمولو لپاره د اوبو د مهارولو بندونو جوړولو او د څاڅکي اوبو لګولو سیستم د پراختیا هڅې روانې دي.

د مسوولینو په وینا، پر څه کم ۱۰۰ جریبه ځمکه د عصري بڼونو د جوړولو چارې هم پیل شوې دي.