قلعه عبدالله کې د وسله‌والې نښتې پر مهال دوه مسیزي وګړي وژل شوي، کوټه–چمن لویه لار تړل شوې

0
13

د بلوچستان په قلعه عبدالله ولسوالۍ کې د تېرې شپې پر مهال د تنګ مسیزي په سیمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو کې د مسیزي قبیلې دوه غړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د پېښې په غبرګون کې د مسیزي اډې په سیمه کې د سیمې بېلابېلو قبیلو د کوټې–چمن لویه لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده چې له امله یې پر دغه لویه لار د موټرو تګ راتګ درېدلی دی.

اعتراض کوونکو د پېښې په اړه احتجاج کړی او د بریدګرو د نیولو او په سیمه کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه یې کړې ده.