د خیبر پښتونخوا د شانګلې ولسوالۍ د هغو ۳۲ کانکېندونکو وارثانو د ۴۰۰ زره پاکستانۍ روپیو د مرستې چکونه له ترلاسه کولو ډډه کړې چې د جولای پر ۳۰مه د بلوچستان د کوټې د سورنج سیمې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله وژل شوي وو.
د راپور له مخې، د کارګرو د هوساینې صندوق بلوچستان له لوري دغه چکونه د جمعې په ورځ د الپورۍ په ولسوالۍ تالار کې د یوې غونډې پر مهال وېشل کېدل.
د قربانیانو د کورنیو استازي افضلالملک افغان وویل، کورنۍ د مرستې اندازه کمه بولي او ادعا یې وکړه چې د بلوچستان حکومت غواړي د تړل شوي کان د بیا پرانیستلو لپاره دغه پیسې ورکړي.
نوموړي وویل، که چکونه د بلوچستان حکومت له لوري وي، کورنۍ یې نه شي منلی. هغه همداراز ادعا وکړه چې د کانکېندونکو د خوندیتوب په برخه کې بېغوري د مرګونو پېښو د زیاتېدو لامل شوې ده.
په همدې حال کې د شانګلې مرستیال کمېشنر عبدالله خان وویل، کورنیو ته څو ځله څرګنده شوې چې چکونه د بلوچستان حکومت نه، بلکې د کارګرو د هوساینې صندوق له لوري ورکړل شوي، خو هغوی لا هم پرې شک لري.
هغه ادعا وکړه چې د یوې ټولنې ځینې کسان هڅه کوي موضوع سیاسي کړي. نوموړي وویل، د ۳۲ کورنیو چکونه له ده سره دي او په راتلونکو څو ورځو کې به یې کورنیو ته وسپاري.
د شانګلې مرستیال کمېشنر او د صوبايي اسمبلۍ غړي رشاد خان له کورنیو سره ژمنه وکړه چې د قانون جوړونې، تګلارو او د قوانینو د عملي کولو له لارې به د کانکېندونکو د خوندیتوب لپاره هڅې کوي.


