افغان سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې په امریکا کې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت په یوه جوړ شوي کنسرت کې د افغان نجونو د زدهکړو پر حق ټینګار کړی دی.
نغمې ویلي، زدهکړه د هرې افغانې نجلۍ حق دی او باید نجونو ته اجازه ورکړل شي چې خپلې زدهکړې بشپړې کړي او د خپل راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي.
هغې زیاته کړې چې د افغانستان په پرمختګ کې ښځې او نجونې هم مهم رول لري او د هغوی له زدهکړو محرومول د ټولنې پر راتلونکي ناوړه اغېز کولی شي.
نوموړې له افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان نجونو د زدهکړو او راتلونکي لپاره خپل غږ پورته کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان اوسني حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی او ښځې او نجونې یې له پوهنتوني زدهکړو هم منع کړې دي.


