یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه افغانستان کې د ټاپي پروژې د نلليکې غځولو چارو کې د...

په افغانستان کې د ټاپي پروژې د نلليکې غځولو چارو کې د پام وړ پرمختګ شوی

د افغانستان اوسني حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وایي چې په هرات ولایت کې د ټاپي د ګازو نللیکې پروژې رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د همایون افغان په وینا، تر اوسه پورې د هرات په اړونده برخه کې ۴۴ کیلومتره نللیکه په عملي توګه غځول شوې ده. نوموړی زیاتوي چې تخنیکي ټیمونو د پاتې چارو لپاره هم چمتووالی نیولی او د نللیکې د نور غځولو لپاره ۱۲۴ کیلومتره ځمکه (سیمه) په بشپړ ډول چمتو شوې ده.

همایون افغان په خپله رسمي پاڼه کې لیکلي: «د ټاپي د ګازو نللیکې پروژې رغنیزو چارو په هرات ولایت کې د پام وړ پرمختګ کړی»

ټاپي پروژه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، د افغانستان لپاره یوه له مهمو او حیاتي اقتصادي پروژو څخه ګڼل کېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه