یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه کوټه کې نادره پيښه؛ له پولیسو یو بندي له روغتون څخه...

په کوټه کې نادره پيښه؛ له پولیسو یو بندي له روغتون څخه تښتیدلي

د بلوچستان په کوټه کې له روغتون څخه یو بندي تښتېدلی، ۵ تنه پولیس له دندو ګوښه کړای شوي دي. دغه پیښه د «بي ایم سي» روغتون کې رامنځته شوې، چې یو بندي درملنه ته وړل کیده تښتېدلی، د پولیسو په وینا، پنځه چارواکي یې له دندو څخه ګوښه کړي دي.

د کوټې پولیسو ویلي، چې بندي «پټواری تاج محمد» د لورالایي زندان څخه روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوی. تورن تاج محمد د قتـ.ـل په قضیه کې نیول شوی دی.

د کوټې پولیسو زیاته کړي، د امنیت انچارج سب انسپکټر منظور احمد په ګډون پنځه چارواکي په خپلو دندو کې د غفلت له امله ګوښه شوي دي. د لورالایي ډی آی جي د ایس پي په مشرۍ د تحقیقاتو ټیم جوړ کړی دی.

د بروري پولیس سټیشن کې د چارواکو په وړاندې قضیه ثبت شوې ده. د تښتیدلي زنداني په وړاندې هم قضیه ثبت شوې او لټون پیل شوی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه