د مېوو اخیستو لپاره بلوچستان ته تللي د پنجاب پنځه سوداګر تښتول شوي

0
20

د پاکستان د بلوچستان په قلعه عبدالله ولسوالۍ کې د پنجاب ایالت پنځه سوداګر تښتول شوي دي.

د راپورونو له مخې، پېښه د دوشنبې په شپه د ګلستان تحصیل په ګردي پنکۍ سیمه کې هغه مهال شوې، چې یاد سوداګر د خټکیو د رانیولو او بارولو لپاره یوه کروندې ته ورغلي وو.

پولیس وایي، پنځه وسله وال کسان پر موټرسایکلونو سیمې ته ورغلي او یاد پنځه کسان یې په زور له ځان سره وړي دي.

د تښتول شویو کسانو د پنجاب د ډیره غازي خان ولسوالۍ اوسېدونکي بلل شوي او ویل کېږي چې د ګوپانګ بلوچ ټبر پورې تړاو لري.

تر اوسه د پېښې د لامل او د تښتول شویو کسانو د برخلیک په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.