د سیستان او بلوچستان په دښته کې ۱۷ افغان کډوال د تندې له امله مړه شوي

0
19

د ایران د سیستان او بلوچستان په سراوان سیمه کې ۱۷ افغان کډوال د سختې تندې له امله مړه شوي دي.

د «حال‌وش» خبري وېب‌پاڼې د راپور له مخې، دغه کسان د سراوان د روتک سیمې په «مک‌سوخته» سیمه کې موندل شوي، چې په مړو کې یې یو شمېر ماشومان هم شامل دي.

راپور زیاتوي، چې په سراوان کې د مړو د ساتنې لپاره د سړو خونو د ظرفیت د کموالي له امله د قربانیانو جسدونه خاش ښار ته لېږدول شوي دي.

د راپور له مخې، د مړو شویو کسانو په ډله کې د بغلان ولایت د یوې کورنۍ پنځه غړي هم شامل دي؛ یوه ۴۵ کلنه ښځه او د هغې څلور لوڼې چې عمرونه یې له ۱۴ تر ۲۲ کلونو پورې دي.