دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدافغانستان د ملی ترانزیټ تګلار د نړیوالو معیارونو سره سمه جوړه شوې

دافغانستان د ملی ترانزیټ تګلار د نړیوالو معیارونو سره سمه جوړه شوې

ویب ډیسک

د ملی ترانزیټ دکمیټې غونډه د صنعت او سوداګریزو چارومرستیال ښاغلي محمد سلیمان بن شا په مشرۍ د دولتې بنسټونو، خصوصی سکتور د استازو او ملی ترانزیټ د کمیټې د غړو په ګډون د دې وزارت د عبدالمجید زابلي د غونډو په تالار کې ترسره شوه .
په پیل کې د صنعت او سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي محمد سلیمان بن شاه ووېل: افغانستان د سیمې د ترانزیټ څلورلارده، د ترانزیټ معیارې کولو، د هیواد سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرولو لپاره د یوې بشپړې تګلارې جوړول اړین وه چې اوس دا تګلاره جوړه شوې ده .

ښاغلي بن شاه زیاته کړه ، دافغانستان د ملی ترانزیټ تګلار د نړیوالو معیارونو سره سمه جوړه شوې چې په کې د دې کمیټې دغړو مکلفیتونه هم ټاکل شوي دي.

د ملي ترانزیټ تګلاره د ترانزیت او سوداګرۍ پورې اړوند د مختلفو اقتصادي شاخصونو په درجه بندۍ کې د افغانستان دموقعیت ښه کولو ، اړونده نړیوالو بازارونو ته د افغان سوداګرو لاسرسي ، د توکو د لیږد بدیلو ترانزیتې او ترانسپورتې لارو لپاره د اسانتیا رامینځته کولو، د بندرونو او ګمرکونو له لارې اړینو اسانتیاوې رامنځته کولو په موخه دصنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا جوړه شوې ده .

په دغې غونډه کې ،د ملي ترانزیت د کمیټې غړو هم په هیواد کې د ترانزیټ او سوداګرۍ لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د خپلو ادارو اساسي مسئولیتونو او مکلفیتونو باندې خبرې وکړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه