یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ایران سفیر: په افغانستان کې له هرات تر مزاره د پټلۍ...

د ایران سفیر: په افغانستان کې له هرات تر مزاره د پټلۍ پيلول زموږ مهم سږنی پلان دی

د افغانستان په کابل کې د ایران سفارت خبر ورکړی، چې علي رضابیکدلي په هرات او مزار کې د دغه هېواد سرقنسلانو سره کتنه کې په افغانستان کې د ۱۴۰۵ کال لپاره خپل ډيپلوماټیک او اقتصادي ماموریتونو لپاره لومړیتوبونه ټاکلي.

کابل کې د ایران سفارت لیکلي، د دغو ماموریتونو ترټولومهم یې د هرات – مزار د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو د کار پیل دی.

د دې پټلۍ په وسیله به د هېواد لوېدیځ له شمال سره ونښلول شي او د ایران له لارې به منځنۍ اسیا او سویلي اسیا ترمنځ د ټرانزیټ لار پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د ایران اوسپنې پټلۍ ادارې رییس د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال سره کتنه کې ویلي و، هېواد یې غواړي د افغانستان رېل پټلۍ له لارې چین سره ونښلول شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه