یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد سپاه پاسداران ویاند: د امریکا له تصور څخه به لوړ ځواک...

د سپاه پاسداران ویاند: د امریکا له تصور څخه به لوړ ځواک نندارې ته وړاندې کړو

د ایران د سپاه پاسداران ویاند سردار حسین محبي ګواښ کړی چې د جکړې د دوام په صورت کې به داسې ځواک او وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي چې امریکا او اسراییل یې تصور هم نه‌شي کولای.

هغه زیاته کړې، چې لا یې هم له خپلو ډېرو امکاناتو او وړتیاوو استفاده نه ده کړې. د محبي په وینا، داسې جګړه‌ییزې طریقې به وکاروي چې «دښمن» به یې پر وړاندې د مقابلې توان ونه لري.

د یادونې ده چې تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی و چې که د ایران «چټکې جنګي کښتۍ» د امریکا سمندري محاصرې ته نږدې شي، له منځه به یوړل شي.

ټرمپ ادعا کړې وه، چې د ایران سمندري ځواک په بشپړه توګه له‌منځه وړل شوی او په وینا یې، د امریکا او ایران ترمنځ په شپږ اونیزه جګړه کې هغه څه چې امریکايي ځواکونو نه دي په نښه کړي، هغه د ایران ډېر کم شمېر «چټکې جنګي کښتۍ» دي؛ ځکه امریکا دا کښتۍ لوی ګواښ نه ګڼي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه