یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان په ځينو سیمو کې د خاورو او دوړو د توپان...

د افغانستان په ځينو سیمو کې د خاورو او دوړو د توپان اټکل شوی

په افغانستان کې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وايي، د معتبرو نړۍوالو بنسټونو د معلوماتو له مخې، د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې له ۲۵ مې د یادې میاشتې تر ۳۰مې پورې د هېواد په ځينو سیمو کې د خاورو او دوړو د توپان اټکل شوی دی.

یادې ادارې زیاته کړې، چې دغه توپان به تر ډېره د هېواد په شمالي، لوېدیځو او سویل لوېدیځو ولایتونو کې اغېز ولري.

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې په وینا، دا توپان د ترکمنستان په مرکزي او شمالي برخو کې د ورښتونو د کمښت په پایله کې د وچوالي او ټيټ فشار له امله رامنځته کېږي.

دغې ادارې د توپان له خطر سره د مخ سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې په یاده موده کې د له اړتیا پرته له کورنو بهر نه ځي او احتیاطي تدابیر دې په جدي ډول مراعات کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه