یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتېره ورځ له پاکستان او ایران څخه شاوخوا ۹۰۰ افغان کډوالې کورنۍ...

تېره ورځ له پاکستان او ایران څخه شاوخوا ۹۰۰ افغان کډوالې کورنۍ بېرته هېواد ته ستانه شوې

 

د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون ویلي چې د دوشنبې په ورځ له پاکستان او ایران څخه ۸۶۸ افغان کډوالې کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، د حمل په ۲۴مه نېټه د ننګرهار د تورخم له لارې ۷۰۸ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۶۹ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو بندر له لارې ۵۱ کورنۍ او د هرات د اسلام قلعه له لارې ۴۰ کورنۍ افغانستان ته داخلې شوې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په همدې ورځ په بېلابېلو سرحدي سیمو کې راستنېدونکو کډوالو سره مرستې هم شوې دي؛ په تورخم کې ۶۴۹ کورنیو، په سپین بولدک کې ۷۰ کورنیو، بیا په تورخم کې ۲۳ کورنیو، په نیمروز کې ۷ کورنیو، په هرات کې ۴۰ کورنیو او په کابل کې ۲۹۱ کورنیو ته مرسته رسېدلې ده.

د عالي کمېسیون په وینا، په همدې ورځ ټولټال ۳۹۶۵ کډوال هېواد ته راستانه شوي، او د نیمروز له لارې ۹۷۶ مسافر هم افغانستان ته داخل شوي دي.

همدارنګه ویل شوي چې راستنو شویو کورنیو ته د ثبت، ترانسپورت، نغدي مرستو، لنډمهالي استوګنځای او عامه پوهاوي اړوند معلومات برابر شوي، او په ټولیز ډول ۸۳۹ سیمکارډونه هم وېشل شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه