یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهکلتور او هنرآشا بوسلې د هند نامتو سندرغاړې ژوند

آشا بوسلې د هند نامتو سندرغاړې ژوند

داودجبارخیل

د ۱۹۳۳م کال د سپتمبر په ۸مه نېټه د سنگلی په ښار کې زېږېدلې آشا بوسلې د هندي سینما له مشهورو او بریالیو سندرغاړو څخه ده. نوموړې د وتلې سندرغاړې لتا منګیشکر کشره خور وه او له کوچنیوالي راهیسې د موسیقۍ په چاپېریال کې لویه شوې ده.

 

هغې خپل هنري سفر په ۱۹۴۳م کال کې، کله چې یوازې ۱۰ کلنه وه، پیل کړ. د کلاسیکې موسیقۍ زده‌کړه یې له خپل پلار دینا ناتھ منگیشکر څخه ترلاسه کړې وه.

 

په ۱۹۴۹م کال کې، هغې د کورنۍ د خوښې خلاف، د ۱۶ کلونو په عمر له ګنپت راو بوسلې سره واده وکړ، خو دا واده وروسته ناکام شو. په همدې سختو شرایطو کې هغې د ټیټې کچې (B-grade) فلمونو لپاره سندرې وویلې او نه یوازې یې خپل ځان بلکې د خپلې کورنۍ لګښتونه هم برابر کړل.

 

په ۱۹۵۷م کال کې د بی آر چوپڑا د فلم نیا دور لپاره موسیقار او پي نیر دا شرط کېښود چې ټولې سندرې به د آشا بوسلې په غږ ثبتېږي. دا د هغې د هنري ژوند مهم پړاو و، او د هغې او محمد رفیع ګډو سندرو ډېر شهرت وموند.

 

د او پي نیر سره د هغې همکاري د هغې د هنري ژوند “طلایي دوره” بلل کېږي، چې پکې تم سا نهین دیکھا، جعلی نوٹ، ایک مسافر ایک حسینہ، پھر وہی دل لایا ہوں او کشمیر کی کلی په څېر مشهورې سندرې شاملې دي.

 

په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰مو لسیزو کې هغې ډېر شهرت ترلاسه کړ او د نړۍ له مشهورو پلې‌بک سندرغاړو څخه وشمېرل شوه. په ۱۹۷۰مو کلونو کې یې بریاوې نورې هم زیاتې شوې، په ځانګړي ډول د دم مارو دم او د کارواں فلم د پیا تو اب تو آجا سندرې د نوې ځوان نسل ترمنځ ډېرې مشهورې شوې.

 

په ۱۹۷۹م کال کې، آشا بوسلې له مشهور موسیقار آر ډي برمن سره واده وکړ.

 

هغې د خپل اوږد هنري ژوند په ترڅ کې د فلمي سندرو، غزلونو، قوالیو او کلاسیکې موسیقۍ په ګډون له ۲۰ څخه زیاتو ژبو کې له ۱۲ زرو څخه ډېرې سندرې ثبت کړې او له زرو څخه زیاتو فلمونو ته یې خپل غږ ورکړ. نوموړې په مینه “آشا تایي” بلل کېده.

 

آشا بوسلې ۷ فلم‌فیر جایزې او ګڼ نور ملي او نړیوال ویاړونه ترلاسه کړي دي. په ۲۰۰۰م کال کې هغې ته دادا صاحب پھالکے ایوارڈ ورکړل شو او په ۲۰۰۸م کال کې پدم وبھوشن هم ورپه برخه شو. همدارنګه، په ۲۰۱۱م کال کې گنیز ورلڈ ریکارڈز هغې ته د نړۍ د تر ټولو ډېرو ثبت شوو سندرو لرونکې سندرغاړې لقب ورکړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه