ویب ډیسک
د راپورونو له مخې، په بلوچستان کې د ګوادر اړوند د جیواني سیمې ته نږدې په سمندر کې د پاکستان د ساحلي ګارد پر یوې ګزمې کښتۍ برید شوی دی.
ویل کېږي دا پېښه د پاکستان او ایران پولې ته نږدې اوبو کې رامنځته شوې، چې له امله یې د ساحلي ګارد درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
تراوسه د برید د څرنګوالي په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي او نه د برید مسوولیت کومې ډلې منلی دی.
دا برید داسې مهال دی چې پاکستان تېرې دوې ورځې د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو کوربه و.


