ایران ته د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د لوړپوړو چارواکو سفر؛ د سیمې پر امنیت ګډې خبرې کوي

0
51

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مرستیال علي باقري ویلي، چې د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې لوړپوړي چارواکي به په تهران کې له ایراني چارواکو سره په ګډه غونډه کې ګډون وکړي.

د نوموړي په وینا، په دې غونډه کې به د سیمې پر روان وضعیت او امنیتي همکارۍ خبرې وشي.

باقري د ایران دولتي خبري اژانس «آی‌آر‌آی‌بي» سره په خبرو کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ مشر، فیلډ مارشال عاصم منیر، ایراني چارواکو ته د دغو درېیو هېوادونو د لوړپوړو استازو د تهران سفر او ګډې غونډې د پرېکړې خبر ورکړی و.

هغه زیاته کړې، چې د ایران، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ همکاري کولای شي د سیمې د امنیتي ستونزو په هواري کې مرسته وکړي. نوموړي همداراز د وروستۍ جګړې پر مهال د ایران د ترلاسه شویو تجربو د کارولو یادونه کړې ده.

تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس د دوو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی و، چې د دغو درېیو هېوادونو لوړپوړي چارواکي به د اکتوبر پر ۲۶مه په تهران کې د سیمه‌ییزې همغږۍ په اړه خبرې وکړي.

دا غونډه داسې مهال جوړېږي، چې د سعودي عربستان او په یمن کې د حوثي جنګیالیو ترمنځ ترینګلتیا لا هم دوام لري. د راپور له مخې، د اکتوبر په لومړیو کې په ریاض کې د یوې بېړنۍ غونډې پر مهال د یادو درېیو هېوادونو چارواکو په سعودي عربستان کې د پوځي ځواکونو او پوځي وړتیاوو پر ځای پر ځای کولو هوکړه کړې وه.