د افغانستان رسنيو د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې ويلي؛ دغو کسانو شاوخوا یوه میاشت مخکې له یوه صراف څخه دا پیسې غلا کړې وې.
د موسیکلا ولسوالۍ امنیه قومندان مصباحالله عادل ويلي؛ دا پېښه د تېرې روژې میاشتې پر پېنځهویشتمه هغه مهال رامنځته شوه، چې یو صراف شاوخوا ۳۶ میلیون کالدارې له ګرشک ولسوالۍ څخه نوزاد ولسوالۍ تیزني سیمې ته لېږدولې.
عادل زیاته کړې؛ د نوزاد او موسیکلا ترمنځ د نصیرخان دربار په اړوند سیمه کې وسلهوالو غلو دغه پېسې ترې وتښتولې.
د قومندان عادل د څرګندونو له مخې؛ د کشفي معلوماتو او پرلهپسې عملیاتو په پایله کې شپږ غله له ۱۲ میلیون او ۷۵۰ زره کالدارې سره ونیول شول. ویل کیږي، چې د دوه نورو کسانو د نیولو هڅې روانې دي.


