پښتو جرنل
د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې پاکستان وړاندیز کړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو دوهم پړاو په راتلونکو ورځو کې، د اوربند تر پای مخکې، په اسلاماباد کې ترسره شي.
دغه اژانس د دوو پاکستاني چارواکو له قوله، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کړې، ویلي دي.
چارواکو ویلي چې دا وړاندیز به په دې پورې تړلی وي چې ایا دواړه خواوې د بل ځای غوښتنه کوي که نه.
یاد دې وي چې ایران او امریکا تر منځ د خبرو لومړی پړاو پاکستان کې ترسره شو او بې له کومې پایلې پای ته ورسېدې.


