د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د کابل او اسلام اباد ترمنځ په روان کړکېچ اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، د دواړو لوریو د غوښتنې په صورت کې مسکو کولی شي د منځګړي رول ادا کړي.
کابلوف ټینګار کړی، چې د کړکېچ دوام به افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ په څېر د سترو پروژو په پلي کولو منفي اغېزې وکړي.
نوموړي یوې روسي رسنۍ سره خبرو کې د افغانستان، پاکستان، چین او روسیې ترمنځ د څلور اړخیز احتمالي فورم له تشکیل څخه خبر ورکړی.
مسکو داسې مهال د کابل او اسلام اباد ترمنځ د منځګړيتوب لپاره چمتووالی ښودلی، چې تر دې وړاندې د افغان او پاکستاني پلاوو ترمنځ یو پړاو خبرې د چین اورمچي ښار کې ترسره شوې او افغان چارواکو دغه خبرې مثبتې بللې دي.


