دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاڅکزئی: که د چا خوښه وي که نه، پښتونخواه، پښتونستان یا...

اڅکزئی: که د چا خوښه وي که نه، پښتونخواه، پښتونستان یا افغانیه به د پښتنو ګډه صوبه وي

ویب ډیسک
د پښتونخواه ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزئی د خیبرپختونخواه ایالت د کرک ولسوالی کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل زموږ ایمان دی چی د پښتون سر به صرف الله په در کی ټیټګی او یا د مرګ په حالت کی چی مړ وي
او که بل ځای یی سر ټیټ وي نو بیا دی د ایمان کلیمه ووایی ایمان کی به یی شک وي۔

هغه زیاته کړه ‏پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ دا غواړي چې په پاکستان کې پرله پورې پښتون وطن په يو صوبه کې سي او که ده چاه خوښه وي او که نه د دې صوبې نوم به پښتونخوا، پښتونستان يا افغانيه وي

محمود خان اڅکزئی په غونډه کې ناست باندې غږ وکړلو چې تاسو چې په هره پارټۍ کې ياست زنده باد خو د قام پر خبره به سره يو کيږو، يو محاذ به جوړوو ـ دا اباسين درياب د دنيا په غټو دريابو کې راځې، زموږ عزيزان د اکوړي څخه را ونيسې بيا تر ګنډه پوره پورې د اباسين پر غاړه ولاړ ده باران خواست کوې.

هغه زیاته کړه چې موږ ديو غرض سره دلته راغلي يو غرض مو د قام د هري طبقي ملا وکيل سياسي کارکن يووالي دي خو مشري نه غواړو ـنړۍ خپله ماران زرقان او چرموښان په حساب وژني خوزموږ پښتانه په جنګ سره اخته کړي ګواښ هم څوک نکړي حتامسلمانان هم نندارې کوي؟

چي دا اوس هم موږ او تاسو سره ږغيږو همدغه مهال افغانستان کي شل افغانان مسلمانان که هغه تالب وي عسکر يا عام اولس د مرګ په بستر به پراته وي ـ محمود خان وویل خټک به خامخا پر وطن او افغانيت ننګ کوي ولي چي پنځه سوه کاله پخوا خوشحال خټک ويلي وو چي
کاشکي ځوان ذوئ مي دافغان په ننګ کي مړ وائ
نه چي کور لره روان دي له تلتکه.

هغه وویل باید چې موږ سرسره خلاص کړو يووالي وکړو خپلې شتمنیو باندې اختيار اوپه کار راوړو،نړيوال به دلته کرک کي دخټکو مزدوران وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه