د اسلاماباد پراختیايي ادارې (سي ډي اې) د جمعیت علمای اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمن د استوګنځي مخې ته د ځینو جوړښتونو د لرې کولو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې که په ۱۵ ورځو کې دغه موارد اصلاح نه شي، اداره به خپله اقدام وکړي.
د راپورونو له مخې، سي ډي اې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر ۳۰مه د مولانا فضل الرحمن د کور مخې ته خبرتیا لګولې ده. په خبرتیا کې د امنیتي ساتونکو د کوټې او برېښنا تولیدوونکي ماشین (جنراتور) د لرې کولو غوښتنه شوې ده.

همداراز، ادارې د نوموړي د کور دننه د یوه اضافي پخلنځي جوړول هم د ودانیزو اصولو سرغړونه بللې او د کور د مالک په نوم یې خبرتیا صادره کړې ده.
د جمعیت علمای اسلام ویاند اسلم غوري د خبرتیا ترلاسه کول تایید کړي او ویلي یې دي، چې مولانا فضل الرحمن له ډېرې مودې راهیسې په دغه کور کې اوسېږي او د سیمې د نورو کورونو مخې ته هم د امنیتي ساتونکو لپاره ورته خونې او نورې اسانتیاوې شته.
غوري د سي ډي اې دا اقدام سیاسي غچ اخیستنه بللې او ویلي یې دي، چې دغه ډول خبرتیاوې به د دوی پر دریځ اغېز ونه کړي.
د مولانا فضل الرحمن زوی، مولانا اسجد محمود هم په یوه څرګندونه کې ویلي، چې سیاسي اختلافات باید شخصي غچ اخیستنې ته و نه غځول شي. نوموړي د جمعیت له غړو او پلویانو غوښتي، چې روان وضعیت له نږدې وڅاري.
د یادونې وړ ده، چې په ۲۰۱۹ کال کې هم د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پر مهال د مولانا فضل الرحمن د استوګنځي مخې ته د اضافي جوړښتونو د لرې کولو امر شوی و.
دا خبرتیا په داسې حال کې خپره شوې، چې د پاکستان د فدرالي حکومت او جمعیت علمای اسلام ترمنځ سیاسي اختلافات زیات شوي دي. په دې وروستیو کې مولانا فضل الرحمن د ملي اسمبلۍ په غونډه کې پر حکومت او د دفاع وزیر خواجه اصف نیوکې کړې وې.
وروسته خواجه اصف او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم د مولانا فضل الرحمن پر سیاسي دریځ نیوکې کړې او تور یې پورې کړی، چې نوموړی په واک کې د ونډې نه ترلاسه کولو له امله سیاسي فشارونه واردوي.


