ویب ډیسک
د امریکا دفاع وزارت ویلي دي د کندهار پر هوايي ډګر د تېرې ورځې برید مالي او ځاني زیان نه لري، خو د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی کولی شي د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت له خنډ سره مخ کړي.
تیره ورځ وسله والو طالبانو دکندهار احمد شاه ابدالي پرهوایي ډګر ۱۱ توغندي توغول او ادعا یې وکړه چې مالي اوځاني زیانونه یې هم اړولي دي.


