دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه پنجشیر ولایت کې به د اوبو لګولو د شپږو لویو کانالونو...

په پنجشیر ولایت کې به د اوبو لګولو د شپږو لویو کانالونو د سروې او ډيزاین چارې پيل شي.

ویب ډیسک

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د پنجشیر والي کمال الدین نظامي سره وکتل.

په دغه کتنه کې د پنجشیر ولایت والي د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ کړنې څخه د قدردانۍ تر څنګ د پنجشیر ولایت د خلکو د ستونزو او اړتیاو راپر د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي تکل سره شریک کړ.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په پنجشیر والي ته په دغه ولایت کې د اوبو مدیریت پراختيايي پروژو د تطبیق ډاډ ورکړ او وې ویل:” ډير ژر به په پنجشیر ولایت کې د اوبو لګولو کانالونو د سروې او ډيزاین چارې پيل او په نوبت سره به یې د جوړولو چارې پيل شي”.

همدارنګه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د پنجشیر ولایت سیندیزې فرعي حوزې رئيس لازم هدایات ورکړل او ډاډ یې ورکړ چې د اړتیا وړ تجهیزات به د یادې حوزې په اختیار کې ورکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه