یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمزدور او نړۍوال استعمار

مزدور او نړۍوال استعمار

لیک: محب الله ښېراز

که څۀ هم مونږ ویاړو چې د مزدور نړۍواله ورځ لمانځو خو و دې ته مو نۀ دي کتلي چې آیا دغه ورځ چې مونږ یې هر کال لمانځنه کوو رښتیا هم د مزدور د حق او حقیقت بیانولو ورځ هم ده.
آیا د نن نړۍوال طبقاتي جنګ او د زیارکښې طبقې سره د ظلم جبر، غصب او ځپلکېدو لړۍ اوس هم دوام لري ؟
آیا مزدور اوس هم خپل د غږ پورته کولو توان لري هم که نه؟
آیا د نن په نړۍ کې ګرسره مزدور یو ارزښټ لري هم که نۀ؟
دا او داسې نورې له موضوع تړلې پوښتنې جواب ته اړتیا لري او ګړسره د مزدور د یومټی کېدو یا هغوئ ته دومره توان بخښل چې هغه خو دومره وه وائي چې دا زما حق دی او دا مې فرائض دي.

دا چې د نړۍ په تاریخ کې په کال ۱۸۸۴م کال په امریکا کې د مزدور تر سرنوشت لاندې یو پراخ نړۍوال احتحاج بنیاد اخلي او دومره زور نیسي چې په کال ۱۹۸۶م کې د شکاګو په ښار کې د نړۍ پر کچه یو ستر احتجاج کیږي او بیا د سرمایدارې او مقتدرې طبقې له خوا ورباندې ظلم او جبر دې حد ته رسیږي چې پکې ګڼشمېر مزدوران یا زحمتکښان خپل ژوند قرباني کوي او د عدالت له لارې ډېر مزدور مشران په سزا رسول کیږي خو دوی بیا هم بریا مومې او په نړۍوال سامراج صرف دغه یوۀ خبره منې چې د مزدور د کار وخت په څلریوشت ساعتونو کې اتۀ ساعته شي او دوی صرف د دې غوښتنې په رڼا کې دغه یو ګټه تر لاسه کوي او بس او بیا د فرانس د انقلاب د سل کلنې کلیزه په ویاړ په کال ۱۸۸۹م کال دا تجویز پېش کول کیږي او منل کیږي چې په کال ۱۸۹۰م د مۍ د میاشتې لومړۍ نېټه د مزدور نړۍوالې ورځې په مناسبت لمانځل کیږي.
دا یو حقیقت دې چې د نړۍ ټولې جګړې او تاریخي ناخوالې د محنت،زیار او زحمت ایستلو په نتیجه کې او له دې محنت،زحمت او زیار څخه د انکار کولو په نتیجه کې رامنځته شوې دي. چې مونږ ورته طبقاتي توپیر وئیلی شو.

دغه طبقاتي توپیر د انساني محنت په نتیجه کې د معاشي ګټې وټې له هغه حقیقت څخه د انکار کولو په نتیجه کې ځان ښکاره کړی دی د کوم محنت او زیار پر بنیاد چې د نړۍ ټوله ترقي او پر مختګ ولاړ دی.یعنې که انساني محنت او زیار ځنې وباسې نو نړۍ د پرمختګ او نوښت بېخي نوم نۀ شې یادولی. نو له دې معلومه شوه چې مزدور د نړۍ د هر پر مختګ بنیاد ګڼل کیږي او مزدور، د مزدور محنت او زیار ته په ټولنه قدر ور کول د نړۍ د پرمختګ،سولې،انساندوستۍ او محنت ته قدر ور کول دي.
خو که بیا د دې طبقاتي جګړې په تاریخي تسلسل کې و ګورو نو قیصه دلته الټا ښکاري، بلکې پر هر فورم، دریځ، ټولنیز موقعیت باندې مزدور ته بد و رد او په ډېر ناقصه یا حقیر نظر کتل شوي دي. د مزدور په نامۀ او د مزدور د بقا په خاطر صرف انقلابٍ روس ( ۱۸۱۷م اکتوبر)د یادولو وړ تاریخي انقلاب دی او مزدور انقلاب یې ګڼلی شو چې د مزدور د پاره یې د یادولو وړ ډېر څۀ کړي او لاس ته راوړي دي.

خو له دې راوروسته د نړۍ په هر کمزورې او زورور هېواد کې د مزدور په نوم یا لاندینۍ طبقې تر سرنوشت لاندې د سیاسي دکاندارۍ بغیر بل هیڅ په نظر نۀ راځي.یعنې که مونږ نظر پر واچوو د طبقاتي توپیر نۀ منونکې او ختمونکې سیاسي ګوندونه دي او بیا نړۍوال ټرېډ یونینز، انجمنز، تحریکونه، ډلې آن دې چې د مزدور په نوم چې چیري یو خوځښت سر پورته کړی دی نو هغه په اخري نتیجه کې د مزدور له کردار،مقصد، اهمیت په ضد ختم شوی دی اوصرف یې مزدور بطورِ کارډ او کاز استعمال کړی.

د درېیمي نړۍ لکه پاکستان او نور ملکونو کې خو ګرسره د مزدور مشرتوب په یو او بل شکل کې هغه څوک کوي کوم څوک چې ګرسره د مزدور کردار مني نۀ خو د یو پراکسي په طور یې د مزدور پر کاز قبضه کړې وي او له شا یې هم هغه بورژوا او یرمایدارانه مفکوره د مرستې په توګه ولاړه وي د دې د پاره چې حقیقي او ريښتنی مزدور تحریک او مفکوره ژوند او پر مختک و نۀ کړي.
یعنې د مزدور کارډ هم په نړيواله کچه سرمایه دارې طبقې داسې کارولی دی لکه مذهبي مشران چې د مذهب په نامۀ ناواړه ګټې د تر سره کوي او د مذهب اصلي روح پکې سر خوړلی دی کوم چې د انسان له روحاني کېفیاتو او اعتقاداتو سره تړون لري.
مزدور طبقه اوس صرف د یوې سیاسي اصطلاح تر حده ژوندکوي نور یې هیڅ ارزښت پاته نۀ دی. دا په دې چې نړۍوال استعمار دومره زورور او مکار جوړ شوی دی چې د مزدور په څرمن کې ځان نغښتی دی د مزدور څرمن باسي.
خو د دې ټول بحث په رڼا کې د مزدورانو دغه نړۍواله ورځ له مونږ ټولې لاندینۍ او زیارکښې طبقې څخه دا تقاضا کوي چې مونږ باید د ستر مارکس دغه مفکوره په خپل عمل سیاسي مبارزه کې په عمل ثابته کړو.
” د نړۍ زیارکښانو سره یو شئ”

دا په ټول انساني شعوري تاریخ کې یوۀ داسې مفکوره او چیغه چې نۀ مذهب ته پکې زیان رسیږي،نۀ قوم ته او نۀ کوم انساني ټولنې ته بلکې د ټولې نړۍ د انساني ټولنې د ټولو ناوخوالو،جګړو، ناامنیو،قبایلي کرکو،قومې شخړو،مذهبې نفرتونو او جغرافیائي تقسیمونو علاج هم دغه دی چې د نړۍ زیارکښان سره یو شي. ولې چې د نړۍ د بقا او ښایست زېری همدغه مزدور دی. دغه فکر نۀ عقیده پېژنې،نۀ قوم،نه فرقه، نه جغرافیه،نه مذهب،نه قبیله پېژني بس دغه طبقه صرف یو انصاف لرونکی،حق غوښتونکی،حق ورکونکی،حق منکونکی،پر محنت یقین لرونکی، په انساني خویونو پسوللی انساني سماج غواړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه